1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ولسمشر غني په يوه ورځني سفر هند ته تللی

۱۳۹۶ آبان ۲, سه‌شنبه

د افغانستان د جمهوري رياست له خوا په خپره سوې مطبوعاتي اعلاميه کي راغلي دي چي ولسمشر غني د يوه لوړپوړي دولتي استازي په مشرتوب نوي ډلي ته سفر کړی.

https://p.dw.com/p/2mNpV
Treffen Ghani Modi Afghanistan Indien Beziehungen
انځور: picture-alliance/AA/I. Khan

د جمهوري رياست له خوا په خپره سوې مطبوعاتي اعلاميه کي راغلي دي چي جمهوررئيس غني به په دې يوه ورځني سفر کي د هند له جمهوررئيس رام نات کوويند او لومړي وزير نريندرا مودي سره جلا جلا کتني ولري.

د ولسمشر غني د سفر موخه په بېلابېلو برخو کي د دواړو هيوادونو ترمنځ د اړيکو پر پراختيا او همکاريو باندي خبري اتري ښوول سوې ده.

په اعلاميه کي زياته سوې ده چي جمهوررئيس غني به د نوي ډلي په «ويويک انندا بين المللي بنسټ» کي وينا هم وکړي.

افغان ولسمشر محمد اشرف په داسي حال کي هند ته سفر کوي چي په پلان کي ده د امريکا د بهرنيو چارو وزير ريک تيلرسن به سبا د چهارشنبې په ورځ هند ته سفر وکړي.

تيلرسن د دوشنبې په ورځ افغانستان ته ناببره سفر وکړ او هلته ئې په بگرام پوځي هوايي اډه کي له جمهوررئيس غني سره ملاقات وکړل.

افغانستان ته د تيلرسن د سفر هدف د افغانستان په اړه د امريکا متحدو ايالاتو د جمهوررئيس د نوي ستراتيژۍ په اړه معلومات ورکول ښوول سوي.

تيلرسن ويلي ول چي هغه به تر افغانستان وروسته د سه شنبې په ورځ پاکستان ته ولاړ شي او بيا وروسته به د چهارشنبې په ورځ هند سفر وکړي او هلته به په افغانستان کي د همکارۍ د گډ کار او د امريکا او هندوستان د اړيکو د پراخېدو په اړه بحث وکړي.

زموږ له ارشيف څخه: