1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

ولسمشر غني له طالبانو سره اوربند تمدید کړ

۱۳۹۷ خرداد ۲۶, شنبه

ولسمشر غني ملت ته د خپلې وینا په ترڅ کې د کوچنی اختر له څلورمې ورځې څخه د هېواد امنیتی ځواکونو ته له طالبانو سره د اوربند د تمدید هدایت ورکړی. خو په ننګرهار کې بیا چاودنې درانه تلفات اړولي.

https://p.dw.com/p/2zgdT
Afghanistan Anschlag Autobombe in Jalalabad
انځور: Reuters/Parwiz

نن د اختر په دوهمه ورځ ولسمشر غني د ملي تلویزیون پر صفحه را څرګند شو او له وسلوالو طالبانو سره یې د حکومت د روان اوربند په هکله وینا وکړه. ولسمشر غني په خپلو خبرو کې د اوربند د ستایلو سربیره وویل چې د پرون راهیسې په ټول افغانستان کې خلک د سولې او امنیت په فضا کې ژوند کوي. ولسمشر غني وویل چې خوشاله دی چې اوربند د خلکو له پراخ ملاتړ سره مخامخ شوی دی.

د نورو خبرو سربیره ولسمشر غني د افغانستان امنیتي وضعیت ته په اشاره سره وویل: «له معمول سره سم راته نن سهار د ټول هېواد امنیتی راپور راغی، ډېر لنډ و او ژر مې ولوست، ځکه په ټول هېواد کې د خدای (ج) له برکته خیر او خیریت و. له دې معلومه شوه چې اوربند نه یوازې ممکن دی بلکې عملی هم دی.»

ولسمشر غني همدا راز وویل چې اوربند ته په احترام سره او طالبانو ته د ښه نیت په خاطر یې پرون د افغانستان له زندانونو د طالبانو ۴۶ زندانیان آزاد کړي دي او زیاته یې کړه چې دغه لړۍ به ادامه پیدا کړي. ولسمشر د دې کار د ادامې له پاره یو شرط وړاندې کړ او هغه هم د مقابل لوري یعنې د طالبانو لخوا د ورته مثبت عکس العمل ښکاره کول یاد شول.

ښاغلي غني له افغان وسله والو طالبانو هم وغوښتل چې دوی هم خپل اوربند تمدید کړي. ولسمشر غني زیاته کړه: «د اوربند په موده کې به د افغانستان د حکومت له خوا د طالبانو ټپیانو ته طبي مرستې او د اړتیا په وخت کې بشري مرستې ورسېږي او د طالبانو بندیانو ته به له خپلو کورنیو سره د اسانه تماس او لیدلو زمینه مساعده شي.»

په ننګرهار کې چاودنه

بل خوا له ننګرهار څخه رارسیدلي رپوټه وايي چې د افغان طالبانو، امنیتي ځواکونو او ملکیانو د یوې ګډې غونډې په منځ کې ځانمرګی برید شوی چې درنه مرګ ژوبله هم لري. چارواکو ویلي چې په دې چاودنه کې لږ تر لږه ۲۰ کسان وژل شوي او ۱۶ تنه نور ټپیان دي. دغه چاودنه دقیقا د ولسمشر غني له وینا او د اوربند له تمدید څو شیبې وړاندې کیږي.

د ننګرهار ولایت د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي د فرانسې خبري آژانس ته د دې چاودنې پخلی کړی او ویلي یې د چې په چاودنه کې لږ تر لږه ۲۰ تنه وژل شوي او ۱۶ تنه نور ټپیان دي. نوموړي په دې هکله معلومات نه دي ورکړي چې په دې تلفاتو کې د افغان سرتیرو، طالبانو او ملکیانو شمیر څومره دی.