1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ولسمشر غني له طالبانو سره اوربند اعلان کړ

۱۳۹۷ خرداد ۱۷, پنجشنبه

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د پنجشنبې په ورځ له وسله والو طالبانو سره اوربند اعلان کړ. اوربند به د جون مياشتي تر ۲۰ پوري دوام وکړي.

https://p.dw.com/p/2z46U
Afghanistan Präsident Ghani besucht die Provinz Paktia
انځور: DW/F. Zahir

ولسمشر محمد اشرف غني د پنجشنبې په ورځ (۲۰۱۸م کال د جون ۷) په يوه تلويزيوني وينا کي له طالبانو سره د اوربند اعلان وکړ. هغه ټينگار وکړ چي دغه اوربند به يوازي له وسله والو طالبانو سره وي او له نورو ډلو سره، لکه داعش سره به جگړه روانه وي.

هغه وويل: «دغه اوربند وسله والو طالبانو ته يو فرصت دی چي خپل ځان پخپله و ازمويي او فکر وکړي چي دوی د خلکو زړونه گټلای نه سي، بلکي له هغوی لا ليري کيږي.» هغه وويل چي افغانان د دغي جگړې سوله ايز حل غواړي.»

غني د روان کال په پيل کي وسله والو طالبانو ته د سولي د خبرو اترو وړانديز وکړ او وروسته يې حتي خلکو ته خبرداری ورکړ چي له دولتي تاسيساتو ليري اوسي چي دوی بريدونه پرې کوي.