1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ولسمشر غني: د سولې د بهیر پر وړاندې به خنډونه وي

۱۳۹۷ فروردین ۱, چهارشنبه

افغان ولسمشر محمد اشرف غني، د نوي کال په مناسبت په خپله وینا کې وویل چې که څه هم د سولې په اړه په افغانستان کې اجماع موجود ده، خو د دې بهیر پر وړاندې به خنډونه وي او دغه خنډونه باید د سولې له پاره اراده کمزورې نه کړي.

https://p.dw.com/p/2ug7U
Afghanistan Unabhängigkeitstag Präsident Ashraf Ghani
انځور: Reuters/O. Sobhani

ولسمشر غني تر دې مخکې د کابل بهیر په وروستۍ غونډه کې طالبانو ته خپل د سولې وړاندیز له لا ښو شرایطو سره تکرار کړ او روښانه یې کړه چې که دغه ډله سولې ته غاړه کیږدي نو د یوه سیاسي ګوند په توګه به وپیژندل شي چې خپلو فعالیتونو ته به دوام ورکوي. خو طالبانو د ولسمشر د سولې وړاندیز رد کړ او یو ځل بیا یې ټینګار وکړ چې یوازې له امریکا متحدو ایالاتو سره به خبري وکړي.

ولسمشر غني د نوي کال په مناسبت خپله وینا کې روښانه کړه چې په افغانستان کې د سولې د راتلو په اړه اجماع موجود ده او له همدې کبله حکومت د دې هدف ترلاسه کولو له پاره د هر ډول اقداماتو له پاره چمتوالی لري. هغه زیاته کړه: «هره قرباني چې له دولت او بيا خاصا زما له خوا په کار وي، صرفه به ترې و نه کړو.»

غني په عین حال کې د سولې د بهیر پر وړاندې د خنډونو شتون تایید کړ او ویې ویل: «د سولې په بهیر کې به ځینې خنډونه وي، خو خنډونه باید د دې لامل نه شي چې موږ خپل موخه او هدف له لاسه ورکړو.»

افغان حکومت له ۲۰۱۰م کال راهیسې له طالبانو سره د سولې د يوه تړون هڅه کوي، خو تر اوسه پورې په دې برخه کې د پام وړ کوم پر مختګ نه دی شوی. افغان حکومت د کابل په مشرتوب د سولې پر یوه بهیر باندې ټینګار کوي، خو طالبان بیا وایي چې له کابل سره نه، بلکي له امریکا متحدو ایالاتو سره خبرې کوي. طالبان وایي چې د شرطونو تر نه پوره کیدو پورې یې خپلې جګړې ته دوام ورکوي.

ولسمشر غني د نوروز په مناسبت خپله وینا کې دا هم وویل، چې که څوک غواړي جګړې ته دوام ورکړي نو افغان ملت به یې پر وړاندې ودریږي: «هر څوک چې جګړې ته دوام ورکوي، د ملت له قاطع ارادې سره به مخامخ شي.»

د نوي کال تمرکز پر ټاکنو

افغان ولسمشر وویل چې د نوي کال له پاره یې یو مهم لومړیتوب د پارلماني او ولسوالیو شوراګانو ټاکنو ترسره کول دي. غني ټینګار وکړ چې حکومتي بسټونه به رڼو ټاکنو ته امکانات برابر کړي.

غني د پارلمان پر اوسنیو استازو باندي غږ وکړ چې د خپلو کارونو په اړه خلکو ته معلومات ورکړي، څو افغانان یووار بیا اعتماد پرې وکړي.