1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ولسمشر غني: د سولې بیه به تر جنګ لوړه نه وي

خليل الرحمن اميد۱۳۹۳ اسفند ۱۶, شنبه

د سولې له خبر اترو سره په عین وخت کي د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني وايي د تیرو ۱۳ کالو لاسته راوړنې به قرباني نه کړي او سوله به تر جګړې لوړه بیه ونه لري.

https://p.dw.com/p/1En6j
انځور: AFP/Getty Images/S. Marai

ولسمشر غني دا څرګندونې د افغانستان د پارلمان د ژمنیو رخصتیو د پای ته رسېدو په مراسمو کې کړې او ویلي یې دي چې د سیمې او اسلامي نړۍ په کچه د سولې لپاره هلې ځلې زیاتې شوې دي.

ولسمشر محمد اشرف غني نن شنبه د( د ۲۰۱۵کال د مارچ پر اومه نېټه) د پارلمان د شپاړلسمې تقنیني دورې د پنځم کال د کاردپیل په مراسمو کې وویل چې په افغانستان کې د سولې لپاره نړیواله ډله هڅه کوي‌ تر څو په سیمه کې امن او سوله رامنځته شي.

ولسمشر وویل د یو شمېر اسلامي او سیمه یزو هیوادونو سره یې په دې خبرې کړې چې اسیا له جګړه ییز بازار څخه په اقتصادي بازار بدله کړي.

هغه د افغانستان په اړه وویل:« انشا الله بریالي به شو چې افغانستان ته د نیابتي جګړې د ډګر پر ځای، د اسیا د اقتصادي څلور لارې او تعاون د مرکز په سترګه وکتل شي.»

په عربي اماراتو کي د طالبانو سره خبري

اوس مهال د سولې د عالي شورا او وسله والو طالبانو یو شمېر مشران متحده عربي اماراتو ته د سولې د لمړنیو خبرو اترو له پاره تلليدي او ټاکل شوې ده په نژدې راتلونکې کې دا خبر اترې پیل شي. حکومتي لوړپوړوچارواکوویلي دي چې دا خبرې به له ولس څخه پټېپاته نهسي او هیڅ موافقه به دخلکو څخه په پټه ترسره نه شي.

په داسې حال کې چې د سولې د راتلو په بدل کې د یو لړ ډیموکراټیکو ارزښتونو لکه د ښځو د حقونو، د بیان ازادياو ورته نورو د له منځه تلو وېره راپیدا شوې ده ،خو ولسمشر غني وايي له تېرو دیارلس کلنو لاسته راوړنوڅخه به په کلکه دفاع وکړي.

هغه وویل:«د تېرو دیارلس کلونو لاسته راوړنو څخه به چې د ښاغلي حامد کرزي تر مشرۍ لاندې رامنځته شوې په کلکه دفاع وکړو او نه پرېږدو چې د سولې رامنځته کېدل تر جګړې په لوړه بیه تمام شي.»

د سولې شرطونه

ټاکل شوېدهد سولې خبرې اترې د وسله والو طالبانو او افغان حکومت تر منځه بېله کوم شرط تر سره شي. خو مالومه نه ده چې وسله وال طابان به د سولې د رامنځته کېدو له پاره کوم شرایط وړاندې کړي. د بله طرفه بیا په دې ورستیووختونوکې درسنیوڅخه داسې اورېدل کیږي چې د وسله والو طالبانو شرطونه په قدرت کې ګډون او د اساسي قانون بدلون دی.

خو ولسمشر خبرداری ورکړ چې که مخالفین سولې ته حاضر نه شي مسؤلیت به د هغو کسانو په غاړه وي چې جګړې ته لمن وهي.

هغه وویل:« د اوږد مهاله سولې رامنځته کول یوه وسیله نه بلکي یوهدف ده. دا هدفد بېګناه افغانانو د وینې بهېدو په بدل کې نشي رامنځته کېدلی، بلکي د تفاهم او خبرو اترو له لارې یې رامنځته کېدل ممکنهدي،چې باید ژر تر ژره پیل شي. او که نه وي نو مسؤلیت به د هغو کسانو په غاړه وي چې په افغانستان کې پر بېګناه وژنو او بې شمېره قربانیو هیڅ زړه سوی نه لري.»

Taliban Kämpfer Symbolbild
انځور: picture-alliance/dpa/Noorullah Shirzada

انتخاباتي اصلاحات

د پارلمان د کار پیل غونډې ته ولسمشر د نورو پلانونو تر څنګ یادونه وکړه چې د انتخاباتو د اصلاحاتو کمېسیون به هم ژر تر ژره رامنځته کړي. ولسمشر په داسې حال کې یاده خبره کوي چې په راتلونکو څو مېاشتو کې به د ولسي جرګې ټاکنې هم پیل شي.

په ټاکنیزو برخو کې فعالو بنسټونو په وار وار ټینګا کړی چې د انتخاباتوکمېسیون په مشرۍ کې باید تغیررامنځته شي تر څو د خلکو له منځته تللی باور پر یاده پروسه بیرته رامنځته شي.

د بلي خوااروپايي ټولنې هم د افغانستان د ۲۰۱۴کال د ولسمشرۍ ټاکنې په یوه وحشتناک خوب تعبیر کړې او د یوه ښه انتخاباتيمېکانیزم د رامنځته کېدو غوښتنه یې کړې ده.

ولسمشر نن یو ځل بیا پر خپله کړې ژمنه ټینګاروکړ او ویې ویل چې د انتخاباتو د اصلاحاتو کمېسیون به ژر پهخپل کار پیل وکړي.

ځوانانو ته واک ورکونه

ښاغلي غني د نورو مسایلو تر څنګ پر خپله دغه ژمنه چې ځوانانو ته به د کار زمینه برابروي او په واک کې به یې شاملوي یو ځل بیا ټینګار وکړ او ویې ویل: « زه به ځوان نسل ته یو پُل و اوسم چې مدیریت او بیا رهبرۍ ته ورسیږي، له هغه ورو حرکت څخه چې په تېرو څو میاشتو کې مې درلود،مه خپه کېږئ، ستاسوټولو څېرې مې یادې دي او دځوان نسل سره کړې ژمنې مې نه هېریږي. موږ په سمه لاره حرکت کوو او ان شا الله تاسو ټول به د پرمختګونو شاهدان و اوسئ.»

تر دې مهاله په لوړو پوستونو کې ځوانانو ته چانس نه دیورکړل شوی او ژمنه شوې وه چې د ځوانانو له پاره به وزارت هم رامنځته کیږي خو تر اوسه یې څرک نه تر سترګو کیږي.