1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

ولسمشر غني د خونړیو بریدونو د غچ اخیستو ژمنه وکړه

۱۳۹۶ بهمن ۱۳, جمعه

ولسمشر اشرف غني په افغانستان کې د وروستیو خونړیو بریدونو په تړاو د ۱۱ کسانو د نیول کیدو خبر ورکړ او ټینګار یې وکړ چې د دغو بریدونو غچ به واخلي.

https://p.dw.com/p/2s21X
Afghanistan Ashraf Ghani
انځور: Getty Images/AFP/E. Dunand

په پلازمینه کابل کې د خراب امنیتي وضعیت او د تیرو دوو اونیو په ترڅ کې د دریو خونړیو بریدونو له امله افغان حکومت د ښاریانو تر سخت فشار لاندې دی. دغو بریدونو وښوده چې طالبان او نورې یاغي ډلې د دې وړتیا لري چې د افغانستان په زړه، یعنې پلازمینه کابل کې بریدونه ترسره کړي.

د جمعې تر لمانځه وروسته په یوه تلویزیوني بیانیه کې افغان ولسمشر غني وویل: «خلک به له یاده ونه باسي، آن که چیرته سل کاله هم تیر شي؛ افغانان به خپل غچ واخلي.»

افغان ولسمشر په خپله بیانیه کې د نیول شویو ۱۱ کسانو په اړه نور معلومات ور نه کړل.

د روان کال د جنوري میاشتې له ۲۰مې نیټې راهیسې وسلوالو مخالفینو په کابل کې پر انترکانتیننتل هوټل، د کابل جمهوریت روغتون ته نزدې او په کابل کې پر یوه پوځي مرکز بریدونه وکړل چې له امله یې تر ۱۳۰ زیات ملکي او پوځي کسان ووژل شول. طالبانو د انتر کانتینینتل هوټل او صدارت روغتون د بریدونو پړه پر غاړه اخیستې ده.

Tag der Tauer in Kabul Afghanistan
انځور: Reuters/O. Sobhani

په ورته وخت کې د افغانستان په ختیځ ښار جلال آباد کې هم د «ماشومانو د ساتې یا Save the Children» پر سازمان برید وکړ چې د چارواکو په خبره یې له کبله پنځه کسان ووژل شول او یو شمیر نور ټپیان شول.

ولسمشر غني د جمعې په ورځ په ارګ کې په یوې بیانیه کې چې د تلویزیون له لارې هم خپریده وویل چې چارواکي به د یکشنبې په ورځ د کابل له پاره یو تازه امنیتي پلان وړاندې کړي. شاوخوا اته میاشتې مخکې په کابل کې تر ورته یوه خونړي برید وروسته هم یو ډغه ډول پلان وړاندې کړل شوی وو.

غني همدا راز وویل چې افغانان سوله غواړي او په دې هکله د پاکستان د لوري د عملي اقداماتو غوښتونکی شو.  

غني ټینګار وکړ چې د «طالبانو مرکز په پاکستان کې دی» او د ګاونډي هیواد له چارواکو څخه یې وغوښتل چې په دې برخه کې پریکړنده اقداماتو وکړي او خپله خاوره له یاغیانو څخه پاکه کړي.

افغان ولسمشر روښانه کړه چې تر اوسه پورې یې له پاکستان څخه یوازې د همکارۍ ژمنې ترلاسه کړې دي. هغه وویل: «د افغانستان ولس د پاکستان د پریکړنده اقداماتو په تمه دی.»

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د بهرنیو چارو سکرتره تهمینا جنجوعا، به د افغانستان له خوا د وړاندې شویو اسنادو تر څیړنې وروسته کابل ته سفر وکړي.

کابل او واشنګټن له مودې راهیسې پر پاکستان تور پورې کوي چې په قبایلي سیمو کې د طالبانو مشرانو او نورو وسلوالو ډلو ته خوندي پټڼځایونه برابروي. پاکستان بیا دغه تورونه ردوي او ټینګار کوي چې دوی د افغانستان پولې ته څیرمه په قبایلي سیمو کې د وسلوالو پټنځایونه له منځه وړي دي. دغه سیمې ته بهرني خبریالان سفر نه شي کولی.

یو انځوریز رپوټ زموږ له آرشیف څخه: