1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ولسمشر غني د اختر په مناسبت پیغام کې د اوربند ستاینه وکړه

۱۳۹۷ خرداد ۲۵, جمعه

ولسمشر محمد اشرف غني، د کوچني اختر په مناسبت په خپل پیغام کې له طالبانو سره د اوربند ستاینه وکړه. افغان حکومت او طالبانو د اختر د درو ورځو له پاره پر یوه اوربند سره موافقه کړې ده.

https://p.dw.com/p/2zbgV
Afghanistan Independence Day 2016
انځور: Getty Images/AFP/W. Kohsar

د افغان حکومت او طالب جنګیالیو تر منځ اوربند د جمعې په شپه ناوخته پیل شو او د پلان له مخې به د اختر درې ورځي دوام وکړي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني غواړي له دې موقع څخه په استفادې سره د اوربند موده اوږده کړي او په دې ترتیب سره د سولې خبرو اترو ته لاره هواره کړي.

د کوچني اختر په مناسبت د ولسمشر غني په پیغام کې راغلي دي: «په اوسني تاریخ کې د دې لومړي اوربند مبارکي د افغانستان ملت ته وایم. موږ نه يوازې د دې، بلکې د هر هغه اقدام چې د ويني بهېدو مخنيوی کوي، هرکلی کوو.»

په پیغام کې راغلي دي چې افغان حکومت هرکال په اخترونو کې د اوربند غږ کوي چې سږکال طالبانو هم دغه اوربند منلی دی. ولسمشر غني زیاته کړې ده: «هیله ده چې دا اوربند دوام پیدا کړي او بیا د افغان مسلمان ولس وینه تویه نه شي.»

که څه هم طالبانو له افغان حکومت سره پر دې لنډ مهاله اوربند موافقه کړې ده، خو د دې ډلې مشر ملا هیبت الله اخندزاده، یو ځل بیا ټینګار کړی دی چې د سولې مستقیمې خبرې اترې به یوازې له امریکا متحدو ایالاتو سره وکړي. طالبان ادعا کوي چې د کابل حکومت د امریکا لاس ناستی دی، او د سولې په موخه مذاکرات باید له واشنګټن سره وشي.

افغان حکومت له کلونو راهیسې له طالبانو سره د سولې هڅه کوي، خو لا تر اوسه پورې په دې برخه کې کومه لاس ته راوړنه نه لري.

ولسمشر غني په خپل پیغام کې کې ویلي دي چې اوس افغانان د سولې له پاره چمتو دي او په هر قیمت چې وي هغه ته رسیدل غواړي: «د سولې له پروسې څخه د افغانانو په منځ کې قاطع ملاتړ او ملي اجماع موجوده ده، ملت اماده دی چې په هر قېمت وي د سولې ملاتړ ته دوام ورکړي او دولت د ملت د ارادې په اساس حاضر دی چې هر اړخیز ګامونه واخلي».