وسلوالو په الغردقه کې پر هوټل بريد وکړ
۱۳۹۴ دی ۱۹, شنبه
د مصر په مشهور تفريح ځای الغردقه کې درې سيلانيان يعنې يو اتريشی او دوه سويډنيان د بريدکوونکو په چړو ژوبل شول، چې روغتيايي وضعيت يې د اندېښنې وړ نه دی. دغه خبر په قاهره کې د کورنیو چارو وزارت ورکړی دی. بريدکوونکو د څرګندونو له مخې هڅه کوله چې د يوه رستورانت د لارې د «بېلا ويستا» په نوم هوټل ته ورداخل شي.
عيني شاهدان کيسه کوي چې بريدکوونکي د سمندر له لوري ورنژدې شول، کله چې سيلانيانو د ماښام ډوډۍ خوړله. داسې هم ويل شوي دي چې يوه عامل يو مېلمه سمدلاسه يرغمل کړ. امنيتي ځواکونو بيا مداخله وکړه او يو بريدکوونکی يې په ډزو وواژه. دغه سړی د کورنيو چارو د وزارت په خبره يو ۲۱ کلن محصل و. دويم عامل سخت ټپي شو. پوليسو ورپسې هوټل خالي کړ او د چاودېدونکو توکو کارپوهانو ټوله ودانۍ وپلټله.
د آلمان د بهرنيو چارو وزارت وضعيت لا ناڅرګند په ګوته کوي
په برلين کې د بهرنيو چارو وزارت وويل چې په الغردقه کې وضعيت لا ناڅرګند برېښي. د وزارت يوه وياند وويل: «د ډاډ وړ معلومات لا نه لرو چې آيا د آلمان اتباع هم اغېزمن شوي دي، که نه.» په خپله انترنېټ پاڼه کې دغه وزارت داسې خبرداری ورکوي: «سيلانيانو ته مشوره ورکول کيږي چې په الغردقه کې دې پام وکړي، له سفرونو څخه دې اوسمهال ډډه وکړي او د دغې ويبپاڼې او مطبوعاتو له لارې دې ځانونه باخبره وساتي.» دا په داسې حال کې ده چې د آلمان سفارت په قاهره کې له ځايي چارواکو او د سفرونو له آلماني اژانسونو سره تماس نيولی دی.
الغردقه د سيلانيانو له پاره يو محبوب هدف دی
الغردقه د ژمي پر مهال د سيلانيانو د خوښې او لېوالتيا يو تفريح ځای دی. د مصر له پاره سيلانيتوب هم د عايد يوه مهمه منبع ده. خو سيلانيان له هغه وخت راهيسې کم شوي دي چې د اکتوبر په ۳۱مه يوه روسۍ سپرلۍ لېږدونکې الوتکه له چاودنې وروسته د سينا نيمه ټاپو د پاسه ولوېدله. ټولو ۲۲۴ سپرليو خپل ژوند له لاسه ورکړ. دغې الوتکې د مصر له شرم الشيخ څخه الوتنه کړې وه چې د جهاديانو د «اسلامي دولت» ډلې يې د بريد پړه پر غاړه اخيستې وه.