وسله والو په کندهار کي د کابل نيوز خبريال وژلی دی
۱۳۹۷ اردیبهشت ۵, چهارشنبهد «کابل نيوز» خبريال عبدالمنان ارغند نن سهار (۲۰۱۸م کال د اپريل ۲۵) د کندهارښار په نهمه ناحیه کي په يوه غلچکي برید کي وژل سوی دئ. ویل کیږي، چي هغه ته تر دې وړاندي هم له بیلا بیلو اړخونو څخه گواښونه سوي ول.
د کندهار امنيتي چارواکو تر اوسه پوري د پيښي په اړه څه ويلي نه دي. او نه هم د پيښي مسئوليت تر اوسه پوري چا منلی دئ.
د ارغند نژدې ملګری او په کندهار کي د ژوندون راډیو ټلویزون خبریال فیض همدرد وايي، پر ارغند برید د بیان پر ازادۍ برید دی، خو بریدګر باید پوه سی، چي په دغسي بریدونو او وژونو سره د «بیان آزادي» هیڅوک نه سي خاموش کولای.
د طلوع افغان خبریال عبدالقادر تکین هم د عبدالمنان ارغند وژنه لویه ضایعه ګڼي او له دولتي مسؤلینو غواړي، چي د امنیت واګي ټینګي کړي.
نوموړی په جګړه کي پر ټولو ښکېلو غاړو ږغ کوي، چي د خبریال ژوند ته درناوی وکړي، ځکه خبریال د خلکو استازی دی او یوازي د ټولني د خبرتیا له پاره ستړیا ګالي.
عبدالمنان ارغند له تيرو اتو کلونو راهيسي په کندهار کي له بېلابېلو رسنيو سره فعال خبريال وو او هر وخت د دغه ولايت له ډيرو خطرناکو او نا امنو سيمو څخه راپورونو برابرول.
نژدې یوکال ترمخه په زابل ولایت کي د ملي راډیو ټلویزیون سیمه ایز خبریال یعقوب شرافت هم ناڅرګندو وسله والو وواژه او د نورو په شان ئې قاتلين تر اوسه پوري معلوم نه دي او نه ئې هم کومي وسله والي ډلي د وژلو مسئوليت منلی دی.