1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په غور کې د ټاکنو کمیسیون کارکوونکي او پولیس برمته شوي

۱۳۹۷ فروردین ۲۹, چهارشنبه

وسله والو په غور کې په راتلونکو پارلماني ټاکنو کې د رای ورکوونکو د نوم لیکنې پر یوه مرکز باندې برید کړی او د ټاکنو کمیسیون د کارکوونکو په ګډون یې پنځه تنه برمته کړي. هغوی په دې مرکز کې اسناد هم له منځه وړي.

https://p.dw.com/p/2wF8t
Bildergalerie Iran Minarett von Jam
انځور: Nasim Seyamak

په غور ولایت کې د سه شنبې په ورځ رامنځ ته شوې دغه پیښه د راتلونکو ټاکنو د امنیت په اړه اندیښنې نوري هم زیاتي کړي دي. د پلان لا مخې به په افغانستان کې پارلماني او د ولایتي شوراګانو ټاکنې د اکتوبر میاشتې پر ۲۰مه نیټه وشي.

د غور د پولیسو ویاند محمد اقبال نظامي د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې وسله والو کسانو د غور ولایت په علي یار ولسوالۍ کې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون پر کارکوونکو باندې په داسې حال کې برید کړی دی چې هغوی د رای ورکوونکو په نوم لیکنه بوخت ول.

نظامي د پیښې پړه پر وسله والو طالبانو باندې اچولې ده. د هغه په خبره برید کوونکو د ټاکنو د خپلواک کمیسیون درې کارکوونکي او دوه پولیس چې د نوم لیکنې د مرکز امنیت یې ساته، برمته کړي دي. هغه وویل: «هغوی [برید کوونکو] همداراز د رای وکوونکو د ثبت مواد سوځلي دي.»

نظامي زیاته کړه: «اوس موږ د پیښې په څیړلو بوخت یوو او د پلټنې عملیات مو پيل کړي دي.»

د غور د والي ویاند عبدالحی خطابي، دغه پیښه تایید کړې او زیاته کړې یې ده چې اوس ځايي قومي مشران د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د برمته شویو کارکوونکو او نیول شويو پولیسو د خلاصون په هدف له طالبانو سره په خبرو اترو بوخت دي.

په وروستیو وختونو کې په افغانستان کې د رای ورکوونکو د نوم لیکنې بهیر پیل شو. هدف په شفافه توګه د پارلماني او ولایتي شوراګانو د ټاکنو ترسره کول دې په تعقیب به یې ولسمشریزې ټاکنې هم وشي.

چارواکي غواړي چې د دوو میاشتو په جریان کې به تر ۷۰۰۰ ډیرو مرکزونو کې د ۱۴ میلیونه رای ورکوونکو نومونه ثبت کړي. د ټاکنو کمیسیون چارواکو لا وختي ویلي دي چې د نوم لیکنې د مرکزونو امنیت ټینګول، په ځانګړې توګه په لیرو پرتو سیمو کې د هغوی د کار پر وړاندې تر ټولو لویه ستونزه ده.

افغان امنیتي ځواکونه چې همدا اوس هم د هیواد په بیلابیلو برخو کې د طالبانو او نورو یاغي ډلو پر ضد په جګړه بوخت دي، باید د نوم لیکنې مرکزونو امنیت هم وساتي. دغه ځایونه به بیا د ټاکنو په ورځ د رای اچوونې مرکزونو په توګه هم وکارول شي.

طالبانو لا تر اوسه پورې د غور د پیښې په اړه څه نه دي ویلي خو دغې ډلي د ۲۰۱۴م کال د ټاکنو پر مهال د ډیرو امنیتي پيښو پړه منلې وه.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون چارواکي وایي چې تر اوسه پورې د افغانستان په بیلابیلو ښارونو کې تر ۵۰ زرو ډیرو کسانو خپل نومونه ثبت کړي دي. په افغانستان کې باید په اصل کې په ۲۰۱۵م کال کې پارلماني ټاکنې شوې وای خو د امنیتي دلایلو له کبله په وار وار سره وځنډولي شوې.