1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

وسله والو په زابل کې ۳۰ مسافر تښتولي دي

سید ریاض۱۳۹۳ اسفند ۵, سه‌شنبه

افغان چارواکو د سه شنبې په ورځ وویل چې ماسک لرونکو وسله والو د افغانستان په سویل کې ۳۰ شیعه مسلمانان برمته کړي دي. دغه پیښه د دوشنبې په ورځ په زابل ولایت کې رامنح ته شوې ده.

https://p.dw.com/p/1EgPQ
انځور: DW

برمته شوي وگړي د افغانستان هزاره قوم سره تړاو لري چې د دوشنبې په ورځ په زابل ولایت کې د هرات - کابل پر لویه لار هغه وخت برمته شول چې په یوه سرویس موټر کې سپاره وو.

د غزني پیما بس ترانسپورتي شرکت یوه چارواکي نصیر احمد، د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي: «زموږ موټر چلوونکي یو شمیر ماسک لروونکي کسان چې پوځي جامې یې پر تن وې ولیدل. دغو کسانو موټر چلوونکي ته اشاره وکړه چې خپل موټر ودروي او هغه هم همدار کار وکړ.»

نصیر احمد ویلي دي چې موټر چلوونکي داسې فکر کاوه چې وسله وال کسان افغان امنیتي ځواکونه دي: «وسله والو کسانو له ځان سره ۳۰ تنه هزاره گان بوتلل.»

د نصیر احمد په خبره وسله والو په موټر کې سپاره نارینه له ځانه سره بیولي دي او له هغوی سره مل ښځو او ماشومانو ته یې اجازه ورکړې ده چې خپل سفر ته ادامه ورکړي.

لا تر اوسه پورې کومې ډلې د دغه پیښې پړه پر غاړه نه ده اخیستې خو په افغانستان کې ډیر وخت وسله والې ډلې، یاغیان او طالبان د پیسو د ترلاسه کولو له پاره وگړي برمته کوي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي، ویلي دي چې پولیسو د دغو کسانو د آزادولو له پاره هڅې پیل کړي دي.

ډیر وخت دغه شان پیښې په پاکستان کې رامنځ ته کیږي چیرې چې هزاره شیعه مسلمانان له مذهبي تاوتریخوالي سره مخامخ دي. په ۲۰۱۳ کال کې په پاکستان کې د بیلابیلو بریدونو په پایله کې شاوخوا ۲۰۰ شیعه مذهبي هزاره گان ووژل شول.

په افغانستان کې د ناټو د پوځي ماموریت له پای ته رسیدو سره اوس په دې اړه اندیښنې ډیرې شوې دي چې نه شي د اسلامي دولت یا داعش غړي دې هیواد ته لاره پیدا کړي. دغه ډله د شیعه مسلمانانو ضد مفکوره لري او تر خپل کنترول لاندې سیمو کې یې مذهبي لږکي تر سخت فشار لاندې نیولې دي.

تر دې مخکې د امریکا متحده ایالاتو د دفاع نوي وزیر اشتون کارتر، د شنبې په ورځ ویلي وو چې امریکا متحده ایالات په دې اړه فکر کوي چې له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د بشپړ را ایستلو بهیر یو څه ورو کړي. د اوسني پلان له مخې به ټول امریکایي ځواکونه د ۲۰۱۶ کال تر پایه پورې له افغانستان څخه ووځي.

افغان مشرانو او قانون جوړونکو هم تر دې مخکې پر ولسمشر بارک اوباما باندې غږ کړی وو چې له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د ایستلو بهیر ورو کړي ترڅو د تیرو ۱۳ کلونو لاس ته راوړنې له گواښ سره مخامخ نه شي.