1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

وسله والو طالبانو پر فراه ښار يرغل کړی

۱۳۹۷ اردیبهشت ۲۵, سه‌شنبه

افغان چارواکو ويلي دي چي وسله والو طالبانو د فراه ولايت پر مرکز يرغل کړی دئ. ويل سوي دي چي افغان امنيتي ځواکونو ته سخته مرگ ژوبله هم اوښتې ده.

https://p.dw.com/p/2xj90
Khost Polizeistation
انځور: DW

د فراه د ولايتي شورا مشر فريد بختور د فرانسې خبري آژانس ته ويلي دي چي وسله والو طالبانو د سه شنبې ورځي په سهار د فراه ښار څو امنيتي پوستې نيولي دي او اوس ډيره سخته جگړه ښار ته نژدې روانه ده.

په ولسي جرگه کي د فراه ولايت استازي محمد سرور عثماني هم د ياد ولايت پر مرکز باندي د وسله والو طالبانو يرغل تائيد کړی دئ.

د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د يرغل مسئوليت پر غاړه اخيستی دئ. هغه ويلي دي چي جنگياليو ئې د فراه پر مرکز له څو اړخونو يرغل کړی دئ او د ښار څو امنيتي پوستې ئې نيولي دي.

خو د دغه ولايت د ولايتي شورا يوې غړي جميلې اميني، بيا ويلي دي چي پر ښار باندي يرغل تيره شپه ناوخته پيل سوی او د ښاره د يوې ناحيې تر نيولو وروسته په نورو سيمو کي هم جگړه روانه ده: «په ښار کي اوس هم جگړه روانه ده او هوايي ځواک اوس پر طالبانو بمبار پيل کړی دئ.»

ياغيانو د ښار پر اوسېدونکو باندي ږغ کړی دئ چي له خپلو کورونو دباندي را و نه وځي او پخپلو «کورونو کي پاته سي»: خو د افغانستان د دفاع وزارت ويلي دي چي ځواکونو ئې دغه يرغل پر شا تمبولی دئ «او امنيتي ځواکونه اوس دښمن تعقيبوي».

د فراه ښار يوه اوسېدونکي چي خپل نوم ئې بلال ښوولی دئ ويلي دي: «په ښار کې ډیرو چاودنو او ډزو غږونه اوریدل کیږي.» بلال زیاته کړي ده چې هغه د ښار له هغې برخه څخه چې د ملي امنیت اداره په کي پرته ده، دود د پورته کیدو په حال کې لیدلی دی.