وسله وال بريد ـ د آلمان په مونشن کي مرګ ژوبله
۱۳۹۵ مرداد ۱, جمعه
د آلمان د سويلي ولايت بايرن په مرکزي ښار مونشن يا ميونيخ کي وسله وال بريد مرګ ژوبله رامنځ ته کړې. د دغه ښار د پوليسو د وياند په وينا د دغه ښار په مرکزي برخه کي د ميکدونلد ريستورانت سره نژدې د ماښام د شپږو بجو وروسته ډزي وسوې چي له کبله يې انسانان ژوبل سول. د بعضو خبرونو له مخي بريد کوونکي وسله وال درې کسان ول.
د پوليسو په وينا بريدګر د ډزو کولو وروسته و نژدې واقع سرپټي «اولمپيا» مارکېټ ته ننوتل. زیاته سوې چي پوليسو دغه سرپټی سوپر مارکېټ يا بازار شاوخوا محاصره کړی دی. د خبرونو له مخي د ښار پر سر د امنيتي چارواکو څرخي الوتکي ګردش کوي. اټکل کيږي چي بريدګر په ياد مارکيټ کي پټ دي.
د مونشن مرکزي د اورګاډو تمځی د امنيتي کسانو په غوښتنه خالي کړل سوی دی. د دې تر څنګ په ښار کي تر مځکي لاندي ميترو او په همدې شان د مځکي پر سر پر پټلويو تلونکي اورګاډو خپل کار درولی دی. پوليسو د پيښي د ځای پر لور تلونکي ټول د عامه ترانسپورت وسايل درولي دي.
د راپورونو له مخي پوليسو د ټول ښار پر خلکو ږغ کړی دی چي د ښار د عامه ځايونو څخه دي و راوتلو ته ډه ډه وکړي.
د دغه موضوع د تعقيب له پاره زموږ انټرنټ پاڼه او فيسبوک پاڼه وڅارئ.