1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ورځپاڼې: امریکا د ایران پر فضا جاسوسي عملیات تر سره کوي

۱۳۹۰ آذر ۱۷, پنجشنبه

د رسنیو په حواله په ایران کې د امریکایي بې پیلوټه الوتکې راغورځیدل ښکاره کوي چې متحده ایالات پر ایران خپل فشار او د دغه هیواد په هکله د استخباراتي معلوماتو راټولو ته زور ورکړی دی.

https://p.dw.com/p/13Owy
ایران وایي چې الوتکه یې هغه وخت ویشتلې چې افغانستان ته د ستنیدو په حال کې وه
ایران وایي چې الوتکه یې هغه وخت ویشتلې چې افغانستان ته د ستنیدو په حال کې وهانځور: picture alliance/dpa

د نیویارک تایمز ورځپاڼې د پنج شنبې په ورځ ویلي دي چې هغه امریکایي بې پیلوټه لوتکه چې په ایران کې غوځیدلې د متحده ایالاتو د یو جاسوسي پروګرام یوه برخه وه. د ورځپاڼې په حواله دغه الوتکه ایران ته د دغه هیواد د اتمي پروګرام په اړه د معلوماتو د راټولو په موخه استول شوې وه.

ورځپاڼې زیاته کړې ده چې د دغې الوتکې عملیات په ایران کې د متحده ایالاتو لخوا د جاسوسي پروګرامونه یو پټه برخه وه چې د الوتکې په غورځیدو سره افشا شوه.

په همدې حال کې بیا د واشنګټن پوست ورځپاڼي لیکلي دي چې په ایران کې د امریکایي الوتکې غورځیدل ښکارۍ چې واشټن ښایې اوس دغې فیصلې ته رسیدلی وي چې د ایران په وړاندې یوازې سیاسي او اقتصادي تحریمونه کافي نه دي ترڅو دغه هیواد مجبور کړای شي چې له خپل هغه یو پروګرام څخه لاس واخلي چې ویل کیږي موخه د اتومې وسلو جوړول دي.

واشنګټن پوست د ځینو امریکایي چارواکو په حواله لیکلي دي چې امریکا اوس په ایران کې د خپلو اکتشافي بې پیلوټه الوتکو په وسیله عملیات ترسره کوي. په رپورټ کې همداراز راغلي چې متحده ایالات پر اسراییلو او د خلیج پر نورو هیوادونو وسلي پلوري ترڅو د ایران لخوا د احتمالي ګواښ په وړاندې تیارۍ ولري.

واشنګټن پوست لیکلي دي چې د متحده ایالاتو دغه نوې ستراتیژې ښکاره کوي چې امریکا د ایران په وړاندې خپله زغم له لاسه ورکړې ده.

ایراني چارواکي وایي چې الوتکه ایران څخه افغانستان ته د تلو په حال کې وه چې راوغوځیده. د دغه هیواد پوځ ادعا کړي چې دغه الوتکه یې د افغانستان او پاکستان سرحد ته نږدي ویشتلې ده. خو پینتاګون بیا ویلي چې داسې شواهد په لاس کې نه شته چې الوتکه دې د ایران لخوا ویشتل شوي وي. متحده ایالاتو همدا ډول یوه الوتکه د اسامه بن لادن د وژلو په عملیاتو کې هم استعمال کړې وه.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: عبدالباري حکیم