ورځپاڼه: طالبان په قطر کي سياسي دفتر پرانيزي
۱۳۹۰ شهریور ۲۱, دوشنبهد لويديځ يو ديپلومات يادي ورځپاڼي ته ويلي، چي دغه ګام ددې لپاره پورته کيږي، چي لويديځ وکولای سي د طالبانو سره په رسمي توګه د سولي خبري اتري پيل کړای سي.
دغه ديپلومات ټايمز ورځپاڼي ته ويلي چي په قطر کي د طالبانو دفتر په دې هيله پرانستل کيږي تر څو په راتلونکي کي اورپکي د افغان دولت سره پخلا سي او په افغانستان کي د څو لسيزو راهيسي رواني جګړې ته د پای ټکی کيښودل سي.
دغه راپور وړاندي کاږي چي د امريکا متحده ايالاتو پر دي خبره ټينګار کاوه چي دغه دفتر بايد په داسي ځای کي جوړسي، چي د پاکستان د نفوذ څخه خوندي وي.
د لويديځ يو ديپلومات چي نوم يي نه دی بربنډ سوی، ټايمز ورځپاڼي ته ويلي: « دا به يوه پته وي، چي هغوي به يو سياسي دفتر ولري. دا به کوم سفارت او کونسلګري نه وي، خو دا به داسي د اوسيدو يو ځای وي، چي د هغوي سره به د يوه سياسي ګوند په توګه چلند کيږي.»
دغه ديپلومات په دې خبره ټينګار وکړ چي طالبانو ته به اجازه ور نه کړل سي، چي دغه دفتر د خپل ځان لپاره په مرستو راټولو کي وکاروي.
د ټايمز ورځپاڼي دا هم ويلي چي طالبانو ددې خبري ضمانت غوښتی چي د دوی استازي به نه زورول او ګواښل کيږي.
اژانسونه/ سيد رياض
کتونکي: نجيب الله زيارمل