1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ورځپاڼه: بهرنيان په افغانستان کي۲۰مخفي زندانونه لري

۱۳۹۰ فروردین ۲۸, یکشنبه

په کابل کي يو شمېر افغاني ورځپاڼي د امريکايي چارواکو په نکل کاږي چي هلته داسي زندانونه سته چي تر اوسه پوري څوک نه دي ځني خبر. او دا چي نه يوازي افغانان بلکي بهرنيان هم پکښي ساتل کيږی.

https://p.dw.com/p/RIRz
د کابل چاپي ورځپاڼي
د کابل چاپي ورځپاڼيانځور: DW

ويل سوي چي له دغه زندانونو څخه پوځيان او د سي ای اې جاسوسان د بنديانو د کړولو د مرکزونو په توګه کار اخلي.

يو شمير امريکايي چارواکو ورځپاڼو ته د نوم د نه ښودلو په شرط ويلي چي په دغو زندانونو کي په سلهاوو افغانان او د يو شمير نورو ملکونو وګړي بنديان دي.

ظاهراً پر نيول سويو کسانو تور دي چي له القاعدې او طالبانو سره اړيکي لري.

د کابل څخه خپريدونکې افغانستان ورځپاڼي ليکلي چي دغه زندانونه په بګرام هوايي ډګر کي د امريکا د ځانګړو ځواکونو د يوه ټولګي له لوري رهبري کيږي.

د دغو زندانونو په باب هغه مهال غوغاګاني را پورته سوې چي يو شمير بنديانو تر آزاديدو وروسته د دوی سره د ناوړه سلوک په باب خپلو حکومتونو او رسنيو ته راپورونه ورکړل.

دغه راز زنداونه چي يو شمير يې په افغانستان کي د امريکايي ځواکونو په اډو کي هم جوړ سوي د بومي ملکونو له حکومتونو او د بشر د حقونو له نړيوالو سازمانونو پټ ساتل کيږي.

په ډيرو مواردو کي د سره صليب نړيوالي کميټي او حتي د ملګرو ملتونو کارکونکو ته هم اجازه نه ورکول کيږي، چي له بنديانو ليده کاته وکړي.

د افغانستان ورځپاڼي په راپور کي دا هم راغلي چي د دغو زندانونو د بد او ناوړه حالت په باب را ټول سوي لاس وندونه ( ثبوتونه) د هغو زندانيانو د سترګو ليدلی حال پر بنسټ ترتيب سوي، چي له مياشتو مياشتو بندي کيدو وروسته آزاد سوي او له رسنيو سره يي خبري کړي دي.

په رپوټ کي راغلي چي په افغانستان کي ميشت امريکايي ځواکونه د دغه راز زندانونو تر څنګ يو شميرداسي بندي خاني هم په واک کي لري چي له ترهګرۍ سره د تړاو په تور پکښي نيول سوي بنديان حتي د خپلو کورنيو له پتي پرته د مياشتو مياشتو لپآره ساتي.

ډيری هغه بنديان چي له دغو زندانونه آزاد سوي د زندان ساتونکو له سلوک څخه ناراضي ښکاري او افغان دولت پړ بولي چي بهرنيان يي په ملک کي د يو شمير زندانونو مشرتوب کوي.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل