ورځپاڼه: افغانان ډیر لږ په خپله خوښه هیواد ته ستنیږي
۱۳۹۶ آبان ۶, شنبهد «ویلټ» المانۍ ورځپاڼي دغه رپوټ د مهاجرو او پناهندگانو د فدرالي ادارې په حواله په سه شنبه (د ۲۰۱۷ کال د اکتوبر۲۴مه نېټه) خپور کړی دی. دا هم په داسي حال کي ده ، چي تیرعیسوي کال لا تقریبأ ۳۳۰۰ افغانان په خپله خوښه هیواد ته ستانه سوي ول. د نورو ترڅنگ د هغه یو علت دادی، چي افغانان د اخراجیدو له خطر سره لږ مخامخ دي.
ددغه رپوټ پراساس د ۲۰۱۶ م کال تر پایه پوري ۱۱۸۸۷ افغانانو ته د رد جوابونه راغلي ول او باید د جرمني څخه وتلي وای. د هغوی تعداد د سږعیسوي کال د سپټمبر تر پایه پوري ۱۴۲۶۳ تنو ته لوړ سو. د هغوی څخه څه ناڅه ۱۰۰۰۰ کسان یې مؤقتي ویزې«دولدونگ» په لاس راوړي دي او مثلأ د ناروغیو، نامعلومه هویتونو او نورو دلایلو له کبله پاته دي او زغمول کیږي.
د نوموړي رپوټ له مخي چارواکو سږکال د همدې سپټمبر میاشتي تر پایه پوري د ۹۹۷۲۴ افغانانو د پناه غوښتنلیکونه فیصله کړي دي،چی له هغې جملې څخه یې ۴۹۲۵۹ رد سوي دي.
د افغانانو د پناه غوښتني ۶۱۷۶ نوری دوسیې هم منفي جواب ترلاسه کړی دی. یا یې د پناه غوښتني پروسه قطع سوې ده ، ځکه چي مثلأ عریضه ورکونکئ حاضر سوی نه دی او یا د هغه مسؤلیت د نورو هيوادونو پر غاړه و.