1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
ناورين

وحشي پيلانو يوه روهينګيا مهاجره او د هغې درې ماشومان وژلي

۱۳۹۶ مهر ۲۴, دوشنبه

د بنګله ديش په سويل کې د روهينګيا مهاجرو يو نوي کمپ ته وحشي يپلان ننوتلي چې يوه ميرمن او د هغې درې ماشومان يې وژلې دي. چارواکو د يکشنبې په ورځ وويل چې د پيلانو د حملې پر وخت مهاجر په خپلو خيمو کې ويده ول.

https://p.dw.com/p/2lsWo
Vietnam Dak Lak Elefant
انځور: Getty Images/AFP/H. Dinh Nam

دغه پيښه د بنګله ديش په سويل کې پروت د اوکهیا ښار په بالوخالي کمپ کې د شنبې ورځ په سهار وختي رامنځ ته شوې وه. په سيمه کې د ځنګلونو د ادارې مشر محمد علي کبير وويل چې د پيلانو يوه ګله په داسې حال کې ياد کمپ ته ننوتې وه چې مهاجر په خپلو خيمو کې ويده ول.

کبير وويل چې په دغه پيښه کې څلور تنه نور چې دوې ښځي او دوه نارينه دي سخت ټپيان شوي هم دي. هغه زياته کړه، د کمپ نور اوسيدونکي وروسته له هغې چې خبر شول کمپ ته د پيلانو ګله ننوتلې، امن ځايونو ته وتښتيدل.

له ټپیانو څخه يو تن چې له روغتون څخه رخصت شوی دی وويل چې يو ماشوم او ځیني خپلوان يې لا هم په روغتون کې بستر دي.

صدیقي چې په دغې پيښه کې يې ميرمن او ماشومان وژل شوي دي وويل چې دی له خپلې کورنۍ سره څلور ورځې مخکې وروسته له ډیرو سختو مزلونو او تکلیفونو ګاللو بنګله ديش ته ورسيدل. هغه وايي: «موږ له ميانمار څخه وتښتيدو، څو مو د پوځيانو له بريدونو ځانونه ژغورلی وي، خو دلته پيلانو زما ميرمن او ماشومان راووژل».

صديقي اوس په يوه کمپ کې ژوند کوي چې په سونو زره نور روهينګيا مهاجر هم پکښې ځای پر ځای شوي دي. هغه وويل: «زما له پاره نور ژوند نور ډیر دردونکی دی، ما خپل هر څه له لاسه ورکړل».

د پیلانو دريم بريد

دا د بنګله ديش په کوکس بازار ولسوالۍ کې پر روهنګيا مهاجرو د وحشي پيلانو دريم بريد دی چې په نژدې دوو مياشتو کې ترسره کيږي.

د ځنګلونو د ادارې مشر کبير زياته کړه چې د پيلانو د کابو کولو له پاره يې چې بلې سيمې ته يې شړلي وي اقدامات پیل شوي دي.

بنګله ديش ته د ميانمار د ګاونډي ايالت راخينه څخه تر۵۰۰ زرو زيات روهينگيا مهاجر ورغلي دي. روهنګيايي یاغيانو د اګست مياشتې پر ۲۵مې نيټه د ميانمار د پوليسو پر ليرو پرتو پوستو باندي بريدونه وکړل چې په ترڅ کې يې پوليس ووژل شول. تر هغې وروسته په راخينه کې اخ و ډبونو او تاوتريخوالو زور واخيست چې له امله يې روهينګيا مسلمان اقليت خپلو کورونو پريښودو ته اړ شول او بنګله ديش ته مهاجر شول.

بنګله ديش د مخه د روهنګيايي مهاجرو د هستوګنځايونو له پاره د شاوخوا ۷۲ زره هکتاره ځمکه ځانګړې کړې ده.

زموږ له ارشيف څخه: