1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

واشنگټڼ: د ټاکنو نتايجو ته بايد درناوی وشي

دويچه ويله/ عبدالباري حکيم۱۳۹۳ شهریور ۱۸, سه‌شنبه

امريکا متحده ايالاتو د افغانستان ولسشمرۍ ته پر دواړو کانديدانو، اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله ږغ کړی دی چې د افغانستان د ولسشمرۍ ټاکني د خپلو اختلافانو قرباني نه کړي او بايد د هغه پايلي ومني.

https://p.dw.com/p/1D97p
انځور: SAUL LOEB/AFP/Getty Images

د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو له اوږدې پروسې سره نه يوازي د افغانان، بلکي نړيواله ټولنه هم ستړې شوې ده. وروسته له هغه چې د سه شنبه په ورځ مخکښ کانديدان اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله ونه توانيدل چې په يو راتلونکي «ملي يووالي حکومت» باندي کومي روغې جوړې ته ورسيږي، د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزارت غبرگون ښکاره کړ.

د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزرات وياندي جين ساکي د دوشنبې په ورځ (د ۲۰۱۴ کال د اگست ۸ مه) وويل: «موږ انتظار لرو چې کانديدان او د هغوی ملاتړ کونکي د ټاکنو پروسې او د هغو پايلي ومني.»

داسي ښکاري چي د امريکا متحده ايالاتو د بهرنيو چارو د وزير جان کيري په منځگړتوب هغه يوه موافقه چې د ملگرو ملتونو تر څارني لاندي د رايو د تفتيش او د يو «ملي يووالي» حکومت جوړيدل يي په پام کې درلود، له ناکامي سره مخامخ شوي وي.

د يکشنبې په ورځ د متحده ايالاتو ولسشمر بارک اوباما يو ځل له دواړو کانديدانو سره تيلفوني خبري وکړي او هغوي باندي ټينگار وکړ چې د افغانستان د خلکو ښيگڼي په پام کي ونيسي او «ژر تر ژره» د ملي يووالي حکومت پر سر يوې روغي جوړي ته ورسيږي.

سپيني ماڼې وويل: «ولسمشر له افغانستان او د هغه له خلکو څخه د ملاتړ له پاره يووار بيا ژمنه کوي.» اوباما وويل چې د افغانستان د ولمشري کانديدان بايد «د ولسمشر او اجرائيه رئيس» موضوع باندي بالاخره يوې موافقې ته ورسيږي او د«ملي يووالي حکومت» د جوړيدو له پاره خپل هڅې گړندي کړي.

خو عبدالله پرون په خپلو يادونو کې وويل :«سياسي پروسه له بن بست سره مخامخه شوې ده» او د رايو د تفتيش معيارونه په کافي اندازه شفاف نه دي.

تر دې دمخه عبدالله پر خپل سيال يووار بيا تور ولگاوه چې په ټاکنو کې يې درغلي کړې ده. عبدالله د ولسمشر په دوهم پړاو ټاکنو کې ځان بريالي گڼي: «موږ د ټاکنو گټونکي وو او د خلکو د پاکو رايو له مخي اوس هم گټونکي يو.»

د بهرنيو چارو دغه پخواني وزير د خپلو پلويانو او يو شمير کورنيو او بهرنيو خبريالانو په وړاندي وويل:«موږ به د ټاکنو هغه پايلې نه ومنو چې د درغليو پر بنسټ اعلان شي، موږ هغه يو حکومت نه منو چي د درغليو پر بنسټ جوړشوي وي.»

د اشرف غني احمدزي ټيم د عبدالله د دي يادونو په وړاندي په لومړي غبرگون کې وويل چې دغه ډول ادعا کولاي نه شي چې د افغانستان د ټاکنو روانه لانجه حل کړي.

د غني د تيم يو وياند طاهر زهير دويچه ويله ته وويل: «دا د افغانستان له خلکو سره ښکاره جفا ده. دا په حقيقت کې د افغانستان د خلکو د هغه ارمان مخنيوی دی چي غوښتل ېې د ټاکنو له لاري يې تر سره کړي.»

د ټاکني د دوهم پړاو د لومړيو پايلو له مخي غني احمدزي، ۵۶ سلنه او عبدالله عبدالله ۴۳ رايې گټلي دي. په لومړي پړاو ټاکنو کې چي يو شمير نورو کانديدانو هم گډون درلود، عبدالله تر غني احمدزي مخکي وو.

ملگري ملتونه غواړي چي د رايو د تفتيش نتايج په همدي اوونۍ کې وړاندي کړي. د ټاکنو خپلواک کمېسيون تيره اونۍ اعلان وکړ چې د څه د پاسه اتو ميليونو رايو بيا شميرنه او تفتيش بشپړ شوي دي. خو دا لا تراوسه پوري روښانه نه ده چې څه وخت به د ټاکنو وروستي نتايج معلوم شي.