1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هنگري: د کډوالو د مخنيوي لپاره سيمي ديوال بشپړ شو

آژآنسونه / شمس الرحمن ناصر۱۳۹۴ شهریور ۸, یکشنبه

د هنگري او صربستان تر منځ د شخړیزې سرحدي پولې پر سر د سیمې دیوال جوړیدو کار بشپړ شو. هنگري غواړي په دې توگه خپل هیواد ته د راتلونکو کډوالو مخه ونیسي. خو د معلوماتو له مخې دا یو موقتي کار دی.

https://p.dw.com/p/1GO2h
انځور: Alex Martin
د هنگري دولتي خبري آژانس د دغه هیواد د دفاع وزارت په حواله ویلي دي چې له ټاکل شوې مودي څخه دوه ورځې مخکې د هنگري او صربستان تر منځ د ۱۷۵ کیلومتره اوږدې سرحدي پولې پر سر د دیوال جوړولو کار بشپړ شو.

د هنگري ښې اړخې محافظه کاره حکومت غواړي په دې توگه له صربستان څخه دغه هیواد ته د غیرقانوني کډوالو د مخ پر ډیریدونکي بهیر مخه ونیسي. ډیرې دغه کډوال له سوریې، عراق، افغانستان،کوزوو او افریقایې هیوادونو څخه هنگري ته او بیا له دغه ځای څخه د اروپایې اتحادیې نورو هیوادونو لکه آلمان او اطریش ته ځان ورسوي. صربستان د شنگن په حوزه کې نه دی شامل، خو هنگري بیا د اروپایې اتحادیې غړې دی.

ټاکل شوې دی چې یو بل دیوال هم جوړ شي

د معلوماتو له مخې د بوداپست حکومت طرحه گټور نه ده ثابته شوې. سربیره پر دې چې د دغه اغزي لرونکي دیوال یوه لویه برخه بشپړه شوې وه په تیرو څو ورځو کې په زرگونو کډوال له صربستان څخه دغه هیواد ته داخل شوې دي. یوازې د جمعې په ورځ د هنگري پولیسو د ۲۸۲۲ تنه هغو کډوالو نومونه ثبت او راجستر کړي دي چې له صربستان څخه دغه هیواد ته ورغلي دي. دغه شمیر د چهارشنبې په ورځ ۳۲۴۱ ته رسیدلې وو.

له همدې امله د هنگري حکومت په پام کې لري چې د ۴ مترو په لوړوالي یو بل دیوال جوړ کړي چې چارې به یې د روان کال د اکتوبر میاشتې تر پایه پورې بشپړې شي. سربیره پر دې د هنگري پارلمان غواړي په راتلونکي اونۍ کې یو داسې قانوني بسته تصویب کړي چې له مخې کډوال د دغه هیواد د سرحدي پولې په ۶۰ مترې کې ودرول شي. همدارنگه د دغه قانون پر بنسټ د سرحدي دیوال ویجاړول یو جرم دی او د دغه جرم ترسره کونکي ته به« تر پنځه کاله پورې د بند سزا» ورکول کیږي.

اوس مهال له صربستان سره په پوله ۱۰۰۰ تنه امنیتي ځواکونه گمارل شوې دي. ټاکل شوې ده چې دغه شمیر به د سپټمبر په میاشت کې نږدې ۳۰۰۰ ته لوړ کړای شي. یوازې د روان کال په جریان کې ۱۴۰ زره تنه کډوال د صربستان له لارې هنگري ته ورغلي دي.