1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هنگري د مهاجرو پر وړاندي له شدت څخه کار اخلي

۱۳۹۴ شهریور ۳۱, سه‌شنبه

د اروپايي ټولني د کورنیو چارو وزیرانو تر بیړنۍ غونډی لږ دمخه هنگري په مخ پر ډیریدونکې توگه د مهاجرو پر وړاندي سخت اقدامات نيسي. په همدې حال کي د مهاجرو له ور روان بهير سره مخامخ هيوادونو تر منځ لهجه تنده کیږي.

https://p.dw.com/p/1GaGt
انځور: Getty Images/J. Mitchell

د اروپايي ټولني د کورنیو چارو وزیرانو تر بیړنۍ غونډي دمخه هنگري خپلو عسکرو ته په سرحدونوکي د مهاجرو په مقابل کي د وسلو د استعمال اجازه ورکړې ده. په بوداپست کي پارلمان د پولیسو او پوځ د صلاحیتونو د اضافه کیدو په پلوي رایه ورکړې ده، چي د نورو ترڅنگ هغوی کولای سي غیر وژونکي وسلي استعمال کړي.

د نوو مقرراتو پر اساس به پوځ هم سرحدونه کنترولوي او غیر وژونکي وسلې به استعمالوي. د مهاجرو اسناد به هم کتل کیږي او کیدلای سي هغوی بندیان سي. پر دې سربیره پولیس اجازه لري هغه کورونه تلاشي کړي، چي پکښي د غیر قانوني مهاجرو د اوسیدو اټکل کيږي.

د اضطراري حالت اعلانیدل

د هنگري حکومت د صربستان، کروشیا، سلواکيا او اطریش سره په سرحدونو کي شپږو ناحیو کي د مهاجرينو د کړکیچ له کبله اضطراري حالت اعلان کړی دی. همدا یوه اوونی دمخه لا سخت قوانین نافذ سوي ول، چي پراساس یې د نورو تر څنگ د غیرقانوني مهاجرتونو پر ضد د ډیرو کلونو د بند جزأ په نظر کي نیول سوې وه.

د هنگري ښی اړخي محافظه کاره صدراعظم ویکتور اوربان پارلمان وويل چي مهاجر د اروپا له پاره یو لوی خطر دی: «هغوی موږ تر پښو لاندي کوي. هغوی دروازه نه ټکوي، بلکي وهي یې. زموږ سرحدونه په خطر کي دي. هنگري او ټوله اروپا په خطر کي ده.»

کډوال د کروشیا– هنگري په سرحدونو کي منتظر دي

هنگري مرکزي او شمالي اروپا ته د مهاجرو د تگ لار ده او سږکال یې تر اوسه پوري ۲۲۵۰۰۰ کډوال ثبت کړي دي. حکومت په دې منځ کي د صربستان سرحد په اغزن دیوال سره بند کړی دی. خو د بوداپست دغه تگلاره په اروپايي ټولنه کي له سخت انتقاد سره مخامخ سوې ده.

د اروپايي ټولني د کورنیو چارو وزیران غواړي راتلونکې پنجشنبه ورځ بیا په یوه بېړنۍ غونډي سره هڅه وکړي چي د اروپايي ټولني له خوا پلان سوې په اروپا کي د ۱۲۰۰۰۰ مهاجرو عادلانه ویش په موضوع کي یوه گډ توافق ته سره ورسیږي.

خو تر ټولو دمخه ددغه پلان سره دشرقي اروپا هيوادونه مخالفت کوي او نه غواړي یوه څه مهاجر ومني. د اروپايي ټولني د کړیو د معلوماتو پراساس په بروکسل کي اوس داسي پلانونه موجود دي چي د کډوالو جبري سلنه پکښي په نظر کي نه ده نیول سوې او هنگري به کاملأ ځيني ایستل کيږي.

خو د المان خبري آژانس په حواله هغه هيوادونه چي یوه ټاکلې سلنه کډوال نه مني، لږ تر لږه باید مالي مرسته وکړي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل