1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هنګري د مهاجرو له ویرې پر خپلو پولو نور دیوالونه جوړوي

آژانسونه/ ص.ک۱۳۹۵ شهریور ۶, شنبه

د هنګري لومړي وزیر د جمعې په ورځ د دولتي راډیو له لارې وویل چې په نژدې وخت کې د «یو سر تا سري امنیت اړتیا» شته او دغه موانع به وشي کړای چې د اړتیا په صورت کې د «سلونو زرو کسانو» مخه ونیسي.

https://p.dw.com/p/1Jqx3
Ungarn Grenze Migranten 15.09.2015
انځور: Reuters/B. Szabo

د هنګري لومړي وزیر ویکتور اوربان، روښانه نه کړه چې د دغه اوږده سرحدي دیوال د رغولو چارې به څه وخت پیل شي. هغه زیاته کړه چې که چیرې ترکیه د میلیونو مهاجرو پر مخ اروپا ته د تلو لارې پرانیستل شي نو د مهاجرو موج به بیا پر حرکت راشي.

تیر کال د اروپا د مهاجرت د کړکیچ پر وخت، هنګري په خپل سویلي سرحد کې د صربستان او کرواسیا سره په ګډو پولو اغزن تار لرونکي لوړ سرحدي دیوالونه ودرول.

هنګري دغه دیوالونه وروسته له هغې ودرول چې شاوخوا ۴۰۰ زره مهاجر چې ډیری یې له افغانستان، سورېې او عراق څخه ول، د دغه هیواد له لارې لویدیځې اروپا ته ورسیدل.

اوس مهال ډیر شمیر مهاجر د اروپا پر لاره پرتو هیوادونو کې بند پاتې دي. دغه هیوادونه د «بالقان» په نوم شهرت لري.

له دغو مهاجرو څخه یو شمیر یې هڅه کوي چې د پیسو او قاچاقبرو په مرسته خپل ځانونه په غیر قانوني توګه لویدیځې اروپا ته ورسوي، خو اکثره یې د لارو په اوږدو کې د نیول شویو کلکو امنیتي تدابیرو په پایله کې نیول کیږي.

اوس مهال اروپا کې د ښي اړخو افراطیانو غبرګونونه شتون لري او تر څنګ له پردو څخه د ویرې احساس هم مخ پر زیاتیدو دی. ډيری کسان دغه پدیده تر ډیره بریده د مهاجرت له بحران سره تړي.

په ځینو اروپايي هیوادونو کې په تیره بیا په هنګري کې د مهاجرو بندي کول، ربړونه او له هغوی سره بد چلن له هغو مواردو څخه دي چې په وار وار د بشري حقونو نړیوالو سازمانونو له خوا ورباندې نیوکې شوې دي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب