1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

هندي یاغیان په افغانستان کې څومره فعاله دي؟

۱۳۹۶ فروردین ۳۰, چهارشنبه

په اچین ولسوالۍ کې د امریکا متحده ایالاتو تر ټولو لوی غیر اتومي بم د نورو تر څنګ ۱۳ هندي یاغیان هم وژلي دي. د افغانستان د چارو کارپوه مایکل کوګلمن، وایي چې په افغانستان کې د هندي یاغیانو شتون د حیرانتیا خبره نه ده.

https://p.dw.com/p/2bVC8
Taliban Kämpfer Symbolbild
انځور: picture-alliance/dpa/Noorullah Shirzada

د افغانستان د دفاع وزارت  د سه شنبې په ورځ وویل چې د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې د اسلامي دولت یا داعش ډلې پر یوه مرکز باندې د امریکا متحده ایالاتو تر ټولو لوی غیر اتومي بم چې ورته د «ټولو بمونو د مور» نوم هم ورکړل شوی، د ۱۳ هنديانو په ګډون ۹۶ تنه وژلي دي. په وژل شویو کسانو کې د پاکستان، فلیپین او بنګله دیش وګړي هم شامل وو.

دا که لومړۍ ځل نه وي، نو یو له هغو ډیرو محدودو پیښو څخه ده چې په کې په افغانستان کې د هندي یاغیانو د وژل کیدو خبره کیږي. دې خبر د ډیرو په ذهن کې دا پوښتنه ولاړه کړې ده چې په افغانستان کې هندي اسلامپاله افرطیان تر کوم حده فعاله دي.

د واشنګټن په ویدرو ویلسن مرکز کې د افغانستان کارپوه مایکل کوګلمن، وایي چې هغه په افغانستان کې د هندي یاغیانو شتون نه دی حیران کړی. د دې کارپوه په خبره د افغانستان جغرافیا او په ډیرو برخو کې یې د قانون نه حاکمیت، دوه لوی فکتورونه دي چې ډیر شمیر بهرني یاغیان دې هیواد ته جذبوي.

هغه له دویچه ویله سره په یوې مرکه کې وویل: «دا به ما حیران نه کړي چې په افغانستان کې لا ډیر هندي یاغیان موجود وي. داسې دلایل شته چې سړی باور وکړي چې نور هندیان به له القاعدې او په سویلي اسیا کې د دې ډلې د شاخې په لیکو کې په جګړه بوخت وي.»

د ګوکلمن په خبره له څه مودې راهیسې په افغانستان د لشکر طالبا، ډله فعالیت کوي چې د هندي مجاهدینو له ډلې سره، چې له القاعدې ترهګرې ډلې سره نزدې ده، همکاري لري. له همدې کبله هغه روښانوي چې کیدای شي نور هندي اسلامپاله یاغیان هم په افغانستان کې د بیلابیلو ترهګرو ډلو په لیکو کې د افغان حکومت او نړیوالو ملاتړو پر وړاندې یې د جګړې په حال کې وي.

هغه وویل: «خلاصه خبره دا ده چې هغو ترهګرو ډلو ته په کتو سره چې په افغانستان کې اوس فعالیت کوي او یا یې هم پخوا فعالیت کړی دی، کافي دلایل په لاس کې شته چې سړی باور وکړي چې د هغوی په لیکو کې هندیان هم شامل دي.»

کوګلمن په وروستیو وختونو کې د هندوستان د لومړي وزیر نریندرا مودي، هندو ملي پاله سیاستونو ته په اشاره سره وویل چې کیدای شي دا موضوع هم تاوتریخوالي ته د یو شمیر هندي ځوانانو په مخه کولو کې نقش ولوبوي. خو دغه کارپوه ټینګار وکړه چې په دې انګیرنه کې باید مبالغه و نه شي.

د افغان چارواکو په خبره په ننګرهار ولایت کې وژل شویو هندي وګړو له داعش ډلې سره یوځای جګړه کوله. دغې ډلې په وروستیو درو کلونو کې په افغانستان کې سر پورته کړی، خو افغان او امریکایي چارواکي وایي چې د داعش پر ضد ترسره شویو وروستیو عملیاتو هغوی ضعیفه کړي دي.

کوګلمن وویل چې افغانستان په وروستیو وختونو کې نه یوازې د هندي یاغیانو بلکه د سیمې د نورو افراطیانو له پاره هم د فعالیت له پاره یو د خوښې سیمه ده. دا کارپوه د دې موضوع لامل په پاکستان کې د ترهګرو ډلو پر ضد د پوځ پراخ عملیات بولي او وایي چې ترهګرې ډلې اوس د خپل فعالیت له پاره د افغانستان شرایط د پاکستان په پرتله مناسب بولي.

له ارشیف څخه: