1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هندوستان یو ځل بیا فضا ته لسګونه سپوږمکۍ لیږلي

۱۳۹۶ تیر ۲, جمعه

هندوستان په یوه تازه اقدام سره ۳۱ کوچنۍ سپوږمکۍ فضا ته لیږلي چې ځینې یې د اروپايي هیوادونو له پاره استول شوي. د هندوستان فضايي ادارې دغه اقدام د یوې نړیوالې سوداګریزې تفاهمنامې په نتیجه کې ترسره کړی.

https://p.dw.com/p/2fI7a
Raketenstart in Indien
انځور: picture alliance/Indian Space Research Organisati/ISRO

د رویترز خبري آژآنس په حواله دغه سپوږمکې نن د جمعې په ورځ د هندوستان د سري هري کوټا له ښار څخه فضا ته استول شوي. د رپوټ په حواله دغه سپوږمکۍ د هندوستان په ګډون د څوارلسو نورو هیوادونو له پاره چې په کې ځینې اروپايي هیوداونه هم شامل دي، فضا ته لیږل شوي. په دې اروپايي هیوادونو کې اتریش، بیلجیم، سلواکیا، لیتویا او لیتوانیا شامل دي. د دې سپوږمکیو پر مټ به د ځمکې غوره کیفیت لرونکي انځورونه واخیستل شي.

د هندوستان لومړي وزیر، نریندرا مودي پر خپله ټویټر پاڼه د هندوستان فضايي اداره مخاطبه کړې او لیکلي یې دي چې «تاسې زموږ ویاړ یاست». مودي په دې هڅه کې دی چې د هیواد فضايي پروګرامونه یې د کم لګښت د ټکنالوجۍ د پروګرامونو په توګه پرمخ ولاړ شي.

تر دې مخکې د روان کال په فبروري میاشت کې هندوستان ۱۰۴ نورې بیلابیلې سپوږمکۍ هم فضا ته لیږلې وې چې زیاتره یې د بهرنیو هیوادونو له پاره استول شوې وې.

د یادولو وړ ده چې په تیرو میاشتو کې هندوستان د سارک د هیوادونو له پاره هم یوه سپوږمکې فضا ته ولیږله چې په یاده سپوږمکې یې افغانستان ته هم په وړیا ډوله ونډه ورکړې ده.