1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هندوستان له فرانسې څخه جنګي جټ الوتکي رانیسي

۱۳۹۵ مهر ۲, جمعه

نوي ډهلي له فرانسې سره د ۳۶ رافیل جټ الوتکو د اخیستلو تړون لاسلیک کړ. دغه تړون په داسې وخت کیږي چې د هندوستان او پاکستان ترمنځ ترینګلتیا خپل اوج ته رسیدلې ده.

https://p.dw.com/p/1K7EC
انځور: picture alliance/dpa/Ecpad Handout

د فرانسې د دفاع وزیر ین یویس لي دراین، او د هغه هندي سیال منوهر پریکار دغه تړون د جمعې په ورځ په نوي ډهلي کې لاسلیک کړ.

پریکار د دغه تړون د لاسلیکیدو بهیر د نهايي کولو پخلی پر خپله ټویټر پاڼه کړی او ویلي یې دي چې د دغو الوتکو له اخیستلو سره به د هندوستان دفاعي وړتیا نوره هم غښتلې شي.

د دغه تړون د ارزښت پخلۍ تراوسه پورې نه دی شوی خو رپوټونه وايي چې د تړون ټول لګښت ۸.۷ میلیارده ډالره دی. د دې تړون په اساس لومړی الوتکه به د ۲۰۱۹ کال په پیل کې هندوستان ته تسلیم شي.

د داسالت شرکت چې د رافیل جت الوتکې جوړوي ویلي دي چې دوی د دغې تړون هرکلی کوي. دغه تړون پس له یو نیم کال خبرو اترو او د قیمت پر سر د جوړجاړي او اداري کارونو د تنظیم وروسته نهايي شوی دی. په پیل کې هندوستان له یاد شرکت څخه په ۲۰۱۲م کال کې د ۱۲۶ الوتکو د اخیستلو غوښتنه کړې وه. خو خبرې بې نتیجې پای ته ورسیدې او د اخیستلو دغه لړۍ اوږده شوه خو وروسته د هندوستان لومړي وزیر نرندرا مودي بیا دغه شمیر ۳۶ الوتکو ته راټیټ کړ.

په هندوستان کې د فلمونو پاکستانی ستورو ته ګواښونه

د روانې اوونۍ په پیل کې د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې د اوري پر یوې پوځې اډې تر برید وروسته او د دواړو هیوادونو د اړیکو د ترینګلیتا پر مهال، دغه ستر تړون نهايي کیږي. د جمعې په ورځ د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د ملګرو ملتونو په عمومي ناسته کې د هندوستان د استازې خبرې وغندلې، چې په کې یې پاکستان یو «ترهګر» هیواد وبلل وو.

د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو خرابوالي ګڼ شمیر پاکستانیان چې په هندوستان کې ژوند کوي، له ستونزو سره مخ کړي دي. له دې ډلې څخه د بالیوډ د فلمونو ستوري فواد خان او ماهره خان هم دي. د جمعې په ورځ، د هندوستان یوې ښي اړخي ګوند چې د هندوستان په لویدیځ مهراشترا کې ډیر فعال دی، د دوی په هکله د تهدید پیامونه خپاره کړل.

د دغه ښي اړخي ګوند مشر، امې خوپکار خبري رسنیو ته وویل: «موږ پاکستاني فلمي ستورو ته ۴۸ ساعتونه وخت ورکوو چې له هندوستان څخه ووځي، که دا کار ونشي دغه ګوند به يې په زور وباسي. پاکستاني ستوري او د دوی فلم جوړونکي او همکاران به وډبول شي.»

دغه ګوند د فواد خان د نوي فلم چې د هند سینما یا بالیود لخوا جوړ شوی دی، د بندولو تهدید هم ورکړی دی.