1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هندوستان او افغانستان خپلي پوځي او دفاعي اړیکې پیاوړي کوي

آژانسونه/ م.ج۱۳۹۵ شهریور ۲۴, چهارشنبه

افغانستان او هندوستان د چهارشنبې په ورځ د ترهګرو ډلو د تمویل، ملاتړ او هغوی ته د پتنځایونو د برابرولو د ختمیدو غوښتنه وکړه. ولسمشر غني دغه غوښتنه د هند له لومړي وزير سره د لیدنې پر مهال په نوي ډهلي کې مطرح کړه.

https://p.dw.com/p/1K1pu
انځور: picture-alliance/dpa

افغان ولسمشر محمد اشرف غني، او د هند لومړي وزير نریندرا مودي، په ځانګړې توګه د پاکستان نوم وا نه خیست خو دواړو مشرانو تر دې مخکې په دې تړاو د اسلام آباد یادونه کړې ده. هندوستان او افغانستان پر خپل ګاونډي پاکستان باندې له یاغیانو څخه د ملاتړ تور لګوي.

په عین حال کې د دواړو هیوادونو له خوا په یوه ګډه خپره شوې بیانیه کې راغلي دي چې نوی ډهلي، کابل ته د یو میلیارد ډالرو نوو مرستو وړاندیز وګړ چې د ظرفیت پر لوړونې، زده کړې، روغتیايي خدماتو، زراعت، انرژۍ او بنسټونو جوړولو به ولګول شي. دواړو هیوادونو د استرداد یو تړون هم لاسلیک کړ.

کابل په وروستیو وختونو کې له نوي دهلي سره خپلې اړیکې لا نزدې کړې دي. ډیر شمیر کارپوهان په دې اند دي چې کابل تر هغه وروسته دغه پریکړه وګړه چې د سولې په بهیر کې د اسلام آباد له ریښتنو مرستو ناهیلی شو.

ولسمشر غني اوس د يوه دوه ورځني سفر په ترڅ کې په هندوستان کې وخت تیروي. هغه له خپل هندي سیال سره د لیدني پر مهال ټینګار وګړ چې افغانستان او هندوستان به خپلې دفاعي او امنیتي اړیکي هم پیاوړي کړي خو په دې اړه يې نور جزئیات ور نه کړل شول.

کابل او نوي دهلي پر دې هم ټینګار وګړ چې د چابهار بندر لاري د سیمې هیوادونه لا سره نزدې کړي. هندوستان ویلي دي چې په دې بندر کې به ۵۰۰ میلیونه ډالر پانګونه وکړي. هندوستان غواړي له دې لارې د افغانستان له مارکیټونو سره له پاکستان څخه تر تیریدو پرته ونښلي شي.

دا به هم درته جالب وي