1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هند غواړي پاکستان د یوه ترهګري هیواد په توکه معرفي کړي

جاوید اختر/۱۳۹۵ شهریور ۳۰, سه‌شنبه

د هند لومړي وزير نريندرا مودي، په کشمير کې پر يوه پوځي اډې تر بريد وروسته په نړيواله کچه د پاکستان د منزوي کولو او د يوه «ترهګر هیواد» په توګه د هغه د معرفي کولو پر تګلاره د کار لارښوونه کړې.

https://p.dw.com/p/1K5NH
Indien New Delhi - Sitzung nach Uri Terrorangriff
انځور: UNI

د هند تر ولکې لاندې کشمير کې د «اُړي» په نوم پر يوه پوځي اډه تر برید وروسته چې ۱۷ هندي عسکر پکښې ووژل شول، پر وضعه د خبرو اترو په موخه د دوشنبې په ورځ (د ۲۰۶م کال د سپتمبر ۱۹ نيټه) د لومړي وزیر نریندرا مودي په مشرۍ یوه بیړنۍ غونډه شوه. د سرچينو په حواله د غونډې په ترڅ کې مودي وويل چې اوس باید په نړیواله کچه د پاکستان د یوازې کولو کوښښ وشي.

په دې غونډه کې د کورنيو چارو او دفاع وزیرانو او د استخباراتي ادارې د مشر ترڅنګ نورو لوړو پوړو چارواکو هم ګډون درلود.

د پوځ لوی درستیز جنرال دلبیر سنګه سوهاګ، او نورو پوځي مشرانو د هیواد د امنیتي وضعیت او د دفاع په موخه د اخیستل شویو ګامونو په اړه معلومات ورکړل.

د مودي حکومت ادعا کوي چې پر دغه پوځي چاوڼۍ په برید کې د پاکستان د ښکیلوالۍ په هلکه ډیر شواهد لري او وايي چې د بريد کونکو سره پاکستانۍ وسلې وې. د هند حکومت له خوا زياته شوې چې د بريد کوونکو څخه چې کوم توکي پاتې شوې له هغه څخه هم دا څرګنديږي چې دوی له بهر څخه راغلي ول.

سربیره پر دې هند په پام کې لري دا موضوع د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبلۍ کې وړاندې کړي. د هند د بهرنيو چارو وزيره سشما سوراج، به د سپتمبر پر ۲۶ نيټه د ملګرو ملتونو غونډې ته وينا وکړي او کيدای شي په همدې ترڅ کې نوموړې د پاکستان د یوه «ترهګر هیواد» په توګه د درجه بندي کولو غوښتنه هم وکړي.

په دې غونډه کې د بیلتون غوښتونکو د بریدونو په نتیجه کې رامنځته شویو ننګونو ته د ځواب ويلو په موخه پر یوه تګلاره هم خبرې اترې وشوې. د غونډې وروسته په بهرنیو چارو کې د دولت وزیر جنرال وي کې سنګه، له رسنیو سره د خبرو پر وخت وویل چې هيڅ يوه پريکړه به هم د احساساتو تر اغيز لاندې ونه کړای شي. ده وویل چې د پاکستان په خاوره کې د داخلیدو او برید کولو کومه پاليسي نه ده غوره شوې خو د تيري په صورت کې پوځي عملیات ترسره کيدلای شي.

په دې غونډه کې د امنیتي چارو مشاور اجیت ډوبهال د پاکستان او د ترهګرو له خوا د بریدونو د ځواب ویلو لنډ او اوږده مهاله تګلاره هم معرفي کړه.

په دې منځ کې د هند د پلټنو د ملي ادارې یوې ډلې د «اُړي» په لور حرکت کړې څو د برید په ځای کې ثبوتونه او شواهد راټول کړي. همدې ادارې ته د برید په هلکه د پلټنو دنده هم سپارل شوې ده.

د یکشنبې په ورځ په درنو وسلو سنبال برید کونکو د هند تر ولکې لاندې کشمير کې پر دې پوځي اډه برید وکړ او ۱۷ عسکر یې ووژل. په برید کې نور ۱۹ پوځيان ټپيان هم شول چې له دوی څخه هم د ځینو روغتيايي حالت د انديښنې وړ ښوول شوی.

دا برید د هند پر یوه پوځي اډه د بیلتون غوښتونکو له خوا تر ټولو ستره حمله بلل کیږي. د هند د کورنیو چارو وزير راج نات سنګه د بريد پړه پر پاکستان وراچولې. خو پاکستان ویلي چې هند تل د پلټنو د ترسره کولو د مخه دا ډول تورونه لګوي.

د لوړ پوړو هندي چارواکو په حواله برید هندي وګړي او پوځ په غوسه کړی او د دې برید د کلک ځواب ورکولو خبره یې وکړه.

د هند د سياسي چارو شنونکي په دې آند دي چې دا بريد د لومړي وزیر نريندرا مودي له پاره هم یو ستر امتحان دی. که دی پاکستان ته سخت ځواب ور نه کړي نو خپل محبوبيت به له لاسه ورکړي.