هلمند کې چاودنې پنځه تنه وژلي
۱۳۹۶ شهریور ۱, چهارشنبهد آلمان خبري آژانس د هلمند ولایت د ویاند عمر ځواک له قوله لیکلي دي چې په پیښه کې ۳۸ تنه ټپیان شوي هم دي. دغه پيښه د هلمند ولایت مرکز لښکر ګاه کې شوی دی. د عمر ځواک په خبره ښایي د مرګ ژوبلې شمیر لوړ شي.
د هلمند د ولایتي شورا غړی عبدالاحد سلطانزوی بیا د پیښې په تړاو وایي چې ځانمرګی برید کوونکی پر موټر سایکل سپور وو. خو د هلمند د امنیي قوماندان عبدالغفار صافی بیا د یوه موټر برید خبره کوي. د هغه په خبره د هلمند قوماندانۍ په دوهم قراول کې د موټر په واسطه برید تر سره شوی دی. د هغه په خبره دغه برید د ملي اردو پر هغو سرتیرو شوی چې په کابل بانک کې يې نن د معاش د اخیستلو ورځ وه. هغه د مرګ ژوبلې په هکله کوم ارقام نه دي وړاندې کړي.
په لښکرګاه کې بیا د ایمرجنسي روغتون ډاکټران وایي دوی ته ۴۲ تنه ټپیان وروړل شوي دي. هغوی هم په پيښه کې د دوو ښځو، یوې نجلۍ او دوه عسکرو مړینه تائیدوي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د دغه برید مسوولیت پر غاړه اخیستې ده. دغه برید یوه ورځ وروسته له هغې تر سره کیږي چې د امریکا متحدو ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ د افغانستان د جګړې په هکله خپله نوي ستراتیژي اعلان کړه. خو ترمپ د امریکايي ځواکونو شمیر او یا هم له افغانستان څخه د هغوی د ایستلو له پاره کوم مهال ویش مشخص نه کړ. طالبانو د امریکا د نوې ستراتیژۍ د علان په غبرګون کې په امریکايي ځواکونو د لا ډیرو بریدونو ګواښ کړی.