1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هلمند: د گرشک څارنوال ووژل سو

۱۳۹۰ مرداد ۳۰, یکشنبه

د هلمند د والي مطبوعاتې ویاند داؤد احمدي وايې چې پيښه د يكشنبي (د اگست 21 مه) په سهار ۷:۳۰ بجو په شاوخوا کي د ګرشك ولسوالۍ په مركز كې رامنځته سوې ده.

https://p.dw.com/p/12Kmz
انځور: DW

د هلمند ولايت د ګرشك ولسوالۍ څارنوال د نامعلومو وسلوالو لخوا د خپل كور مخته وژل سوى دى.

د هلمند د والي مطبوعاتې ویاند داؤد احمدي وايې چې پيښه د يكشنبي (د اگست 21 مه) په سهار ۷:۳۰ بجو په شاوخوا کي د ګرشك ولسوالۍ په مركز كې رامنځته سوي ده.

داود احمدي وايي څارنوال محمدعظيم وروسته له هغه د نامعلومو موټر سايكل سپرو لخوا د خپل كور مخته په ډزو ووژل سو چې نوموړي له كوره څخه و خپل دفترته روان ؤ.

احمدي وايې کومو کسانو چی څارنوال ویشتلی دی په تيښته بريالي سوي دې خو د پوليسو لخوا يي په اړه پلټني رواني دي.

د ګرشك ولسوالۍ اوسيدونكی امان الله وایی چې د څارنوال كور د ميخانيكي ليسي سره نږدې دى او دا هغه سيمه ده چې د ولسوال كور د ولسوالۍ مركز اونوري دولتي اداري پكې شتون لري.

امان الله المان ږغ رادیو ته وویل:« د څارنوال محمد عظیم چلند له خلکو سره ډیر ښه ؤ. هغه د ګرشک له خلکو سره هیڅ ستونزه نه درلودله. خونه پوهیږم چی نوموړی څارنوال به چا وژلی وي.»

كه څه هم د دې پيښي پړه تراوسه كومي ډلي په غاړه نده اخيستې خو د داسي پيښو پړه تل د دولت وسلوالو مخالفين په خپله غاړه اخلي.

محمد مجتبی/ هلمند
کتونکی: احمدولي اڅکزی