هلمند ته په سونو نور امريکايي عسکر لېږل کيږي
۱۳۹۴ بهمن ۲۰, سهشنبهد امریکایي ځواکونو ویاند مایکل لاوهارن، په یوه بیانیه کې ویلی دي چې نوي ځواکونه به د هلمند ولایت له امنیت سره مرسته وکړي او د افغان پوځ له ۲۱۵ قول اردو سره به د مشاورینو په توګه کار وکړي.
په هلمند کې افغان امنیتي ځواکونه له دندې څخه د عسکرو د تیښتې، ډېرو تلفاتو، فساد او کمزوري رهبري له ستونزو سره مخامخ دي. په تيرو اوونيو کې د همدغه قول اردو ۹۰ افسران هم تبدیل شول.
لاوهارن ویلي دي: «دا د سرتیرو یوه پلان شوې استونه وه چې هم په دې سیمه کې د اوسنیو مشاورینو ساتنه وشي او هم د ۲۱۵ قول اردو د عسکرو شمیر بیا پوره کولو، بیا تجهیزولو او بیا روزلو له پاره لا ډیر مشاورین واستول شي.»
تر دې مخکې چارواکو ویلي ول چې هلمند ته د نوو استول شوو سرتیرو شمیر به تر ۲۰۰ پوري وي، خو لاوهارن، بیا د یوه مشخص شمیر له ښوولو څخه ډډه وکړه او ټینګار یې وکړ چې د نوو استول شویو عسکرو شمیر به «کافي» وي.
ناټو د ۲۰۱۴م کال په پای کې په افغانستان کې خپل جنګي ماموریت پای ته ورساوه او په دغه هیواد کې يې د «بشپړ ملاتړ» په نوم خپل روزنیز، مشورتي او د تجهیز ماموریت پيل کړ.
که څه هم د دغه ماموريت په چوکاټ کې امریکایي ځواکونه یوازي د سلاکارانو، روزني او تجهیز دندې پر غاړه لري، خو کله نا کله بیا ځانګړي ځواکونه د مشاورت او جګړې تر منځ کرښي تیریږي.
په هلمند کې میشت امریکایي عسکر ډیر وخت په جگړو کي راگير شوي. د روان کال په جنوري میاشت کې یو امریکایي عسکر په په همدغه ولایت کې ووژل شو.