هلمند ته امريکايي ځواکونه لېږل سوی
۱۳۹۵ شهریور ۱, دوشنبهاعلان
بريد جنرال چارلز ويلي دي چي دغه عسکر ئې په لښکرگاه ښار کي د افغان امنيتي ځواکونو د ملاتړ او روزني له پاره هلمند ته لېږلي دي.
طالبانو په تيرو څو اونيو کي لښکرگاه ښار ته نژدې ځيني سیمي نيولي يا ئې د نيولو له پاره جگړې پيل کړي او اوس دا ویره پیدا سوې چي پر دغه ښار هم هجوم وروړي.
د هلمند ځايي چارواکو ويلي دي چي د دغه ولايت نژدې ۸۰ سلنه سيمي طالبانو نيولي يا ئې د نيولو له خطر سره مخامخ دي.
هلمند چي په نړۍ کي د ترياکو د کښت او هيروينو د توليد په برخه کي لومړی ځای لري، د وسله والو طالبانو له پاره ډېر ستراتيژيک اهميت لري.
له دغو موادو څخه چي د کاله ۳ ميليارده ډالره محصول ترلاسه کيږي، د وسله والو ياغيانو له پاره ډېر ارښت لري.