هغه وتلي څېرې چې یو وخت مهاجر ول
دوی غوښتل چې خپل هیواد د لنډې مودې له پاره پریږدي، خو دوی وروسته د نامتو سندرغاړو، هنرمندانو، سیاسي څیرو او ان د ساينسپوهانو په توګه راڅرګند شول. دغه لس څیرې چې تاسې نه پوهيدلاست، یو وخت مهاجر ول.
مارلیني ډیتریش
المانۍ سندرغاړې او هنرمنده، مارلیني ډیتریش په ۱۹۳۹م کال کې له نازي آلمان څخه امریکا ته مهاجره شوه او د ښکلي اواز او خمارو سترګو لرونکي مارلیني ډیر ژر په امریکا کښې مشهوره شوه. یوه غښتلې مهاجره چې تل یې د هټلر پرضد ویناوې کولې. په داسې حال کښې چې په آلمان کې د هغې پرفلمونو بندیز لګیدلی وو، هغې د امریکايي سرتیرو له پاره سندرې ویلې. هغه تل وايي: «زه المانۍ یم او تل به المانۍ پاته شم.»
هنري کسینګر
نوموړی د هاروارډ پوهنتون استاد او د نړیوالو اړیکو یوه پیاوړې څیره چې د امریکا متحدو ایالاتو د ۵۶مې دورې د بهرنیو چارو د وزیر په توګه یې هم کار کړی او د امریکا د بهرني سیاست په جوړیدو کښې یو اساسي رول لوبولی دی. په بایرن کښې زیږدلی هنري کسینګر په ۱۹۳۸م کال کښې د نازي آلمان حکومت د محکمې له ویرې له خپل هیواد څخه مهاجرت ته اړ شو.
مدیني البرایت
په اوسني چک جمهوریت کښې زیږیدلې، مدیني البرایت او د هغې کورنۍ په ۱۹۴۸م کال کې امریکا ته هغه وخت مهاجرت وکړ چې د حکومت واګې یې کمونیستانو په لاس کښې واخیستې. هغې سیاست ته مخه کړه او د امریکا په حکومت کښې لوړ مقام ته ورسېده: په ۱۹۹۲ - ۲۰۰۱م کالونو کې د امریکا د بهرنیو چارو لومړۍ ښځینه وزیره وه.
البرت آينشټاين
د فزیک د نسبیت فسلسفې مخترع، او د نوبل نړیوالي جایزې ګټونکی، یهودي آلمانی البرت آينشټاين په ۱۹۳۳م کلونو کښې له امریکا څخه لیدنه کوله او ورته معلومه شوه چې نور بیرته آلمان ته نه شي تلای.هغه یووار لیکلي ول چې له خپل بخت څخه خوښ یم چې د امریکا په پرنسټن کښې ژوند کوم خو په عین حال کښې ډیر ځوریږم چې زه په ارامۍ کښې ژوند کوم او نور بیا له زورزیاتي، ستونزو او کړاونو سره مخامخ دی.
جورج ویدینفیلد
په ۱۹۱۹م کال کښې په ویانا کښې زیږیدلی جورج ویدینفیلد یو یهودی بریتانوی لیکوال وو او له هغه وروسته چې د آلمان نازي حکومت د اتریش هیواد تر خپلې ولکې لاندې راوست، هغه بریتانا ته مهاجر شو. هغه یو شرکت رامنځ ته کړ او وروسته یې د اسرایلو د لومړي ولسمشر د رئیس ارکان په توګه دنده ترسره کړه او د سوریايي او عراقي عیسویانو د ژغورنې مالي ملاتړ یې هم کړی دی.
بیلا بارتوک
د ۲۰مې پیړۍ د هنګري هیواد کمپوزر بیلا بارتوک نه یوازې یو یهودی وو، بلکي هغه د نازیانو د واک او د یهودیانو د محکمې کیدو خلاف وو. په ۱۹۴۰م کال کښې هغه امریکا متحدو ایالاتو ته ولاړ.
میلوز فورمن
میلوز فورمن د فلمونو وتلی ډایرکټر په ۱۹۶۸م کال له چکسلواکیا څخه د امریکا متحده ایالاتو ته مهاجر شو. هغه دوه د اوسکار ګټونکي نړیوال فلمونه جوړ کړي دي.
ایزابل الانډي
د چلي هیواد ولسمشر الیندي سلوادو د یوې کودتاه په پایله کښې له حکومت څخه لیرې کړل شو او په ۱۹۷۳م کال کښې ومړ. د هغه د تره لور ازابیل کله چې ورته د مرګ ګواښونه وشول، ونزویلا ته مهاجره شوه. د هغې ناولونه په نړیواله کچه پیژندل شوي دي.
مریم مکیبا
مریم مکیبا چې خلک ورته له مینې ممه افریقا هم وايي د امریکا په سفر بوخته وه چې د هغې حکومت د هغې پاسپورت له دې امله لغو کړ چې د خپل حکومت خلاف يې تبلیغات کول او وروسته بیا ئې خپل هیواد ته پرتګ بندیز ولګید. په ۱۹۹۷م کال کښې د هغې یوه سندره «پته پته» په نړیواله کچه ډیر شهرت وموند. هغه اوس په امریکا کښې ژوند کوي.
سیتنګ بول
د سیوکس مشره تاتانکه ایوتاکي یا سیتنګ بول په امریکا متحدو ایالاتو کښې یوه پیژندل شوې مشره ده. ایا پوهیږئ چې هغې هم د خپل ژوند یو څو ورځې د مهاجرې په توګه سبا کړي دي. په ۱۸۷۷م هغه کاناډا ته مهاجره شوه او بیا وروسته په ۱۸۸۱م کال کښې بیرته د امریکا متحدو ایالاتو ته راغله او بیا بند ته واچول شوه.