1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

تر رخصتیو مخکې له ماشومانو سره سفر ته روان والدین جریمه شول

۱۳۹۷ اردیبهشت ۳۱, دوشنبه

د آلمان پولیسو په هوايي ډګرونو کې هغه والدین جریمه کړي دي چې د رختصتیو تر پیل مخکې له خپلو ماشومانو سره په سفر روان ول. په آلمان کې په ښوونځي کې حاضري اجباري ده.

https://p.dw.com/p/2y3tn
Flughafen Frankfurt am Main - Abschiebung
انځور: picture-alliance/dpa/A. Arnold

ځایي رسنیو د یکشنبې په ورځ خبر ورکړی دی چې د آلمان د بایرن ايالت په هوایي ډګرونو کې پولیسو یو شمیر والدین له دې کبله جریمه کړي دي چې له خپل ماشومان سره یې د ښوونځيو تر رخصتیو مخکې سفر کاوه.

په آلمان کې په ښوونځي کې حاضري ډیره جدي نیول کیږي او که د شپږو او ۱۶ کلونو تر منځ ماشومان ښوونځي ته ولاړ نه شي نو پوښتنه یې له والدینو څخه کیږي.

دیر شپیګل مجلې ویلي دي چې د «فینگست تر رخصتیو» مخکې پولیسو په میمنګین هوایي ډګر کې داسې کورنۍ موندلي چې له ماشومانو سره په رخصتیو روان ول. پولیسو له دغو کورنیو څخه د ماشومانو د ښوونځي نوم پوښتلی او بیا یې له ښوونځیو سره اړیکه نیولې ده چې روښانه کړي ایا دغو ماشومانو رخصتي اخیستې وه او که نه. تر دې هر څه وروسته پر دغو کورنیو باندې له ښوونځي څخه د تیښتې تور لګول شوی دی چې جریمه یې کیدای شي تر ۱۰۰۰ یورو پورې وي.

د پولیسو یوه ویاند دیر شپیګل مجلې ته ویلي دي: «موږ له ډیري مودې راهیسې د دې موضوع په اړه معلومات لرو او د دې مخنیوی زموږ له دندو څخه دی.» د پولیسو دغه ویاند زیاته کړې ده چې که د ښوونځي ښوونکي ټینګار وکړي چې زده کوونکي یې باید ټولګي ته راشي نو پولیس به هغوی بیرته ښوونځي ته بوځي.

د بایرن پولیسو له والدینو څخه غوښتي دي چې د رخصتیو تر پیل مخکې خپل ماشومان د ښوونځي له اجازې پرته سفر ته بو نه ځي. په ښوونځي کې دغه ډول اجازه یوازې پخپله مدیر ورکولی شي.

په آلمان کې د ښوونځيو د رخصتیو له پیل سره د الوتکو ټکټونه گرانيږي نو له همدې کبله ځيني والدین د سفر لګښت د کمښت په موخه تر رخصتیو مخکې خپل ماشومان په سفر بیایي. د آلمان په بایرن ایالت کې د «فینگست رخصتۍ» دوې اوونۍ وي. په نورو ډیرو ایالتونو کې دغه رخصتي یوازې درې ورځې ده.