1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«هغه مسلمانان چې اروپا نه خوښوي، بل ځای ته دې ولاړ شي»

۱۳۹۶ فروردین ۲۴, پنجشنبه

د آلمان د مالیې وزیر ویلي دي، هغه مسلمانان چې اروپا ته راځي، باید د اروپا له ژوند سره ځان برابر کړي، که نه، بیا ښه دا دی چې بل ځای ته ولاړ شي. په اروپا کې د مهاجرت کړکیچ، په دې ټولنه کې ډیر بحثونه را پارولي دي.

https://p.dw.com/p/2bBfE
Deutschland Bundestag Debatte Bundeshaushalt 2017 - Wolfgang Schäuble
انځور: Getty Images/AFP/T. Schwarz

د آلمان د مالیې وزیر، ولفګنګ شویبله ویلي دي چې هغه مسلمانان چې اروپا ته را مهاجر کیږي او نه غواړي چې د دې ځای د ژوند ډول عملي کړي، باید په دې وپوهیږي چې د ژوند کولو له پاره نور ښه ځایونه هم ورته شته.

د آلمان په پلازمینه برلین کې، د آلمان د مالیې وزیر په یوه ګردي میز کې د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل: «باید هغو مهاجرو ته چې د اروپا د ژوند ډول نه قبلوي، وویل شي چې تاسي ناسمه پریکړه کړې ده.»

شویبله، هغو مسلمان مهاجرو ته په اشاره سره وويل چې نه غواړي د اروپايي ټولنې قوانین عملي کړي: «د اروپا په پرتله په نوره نړۍ کې دوی [مسلمان مهاجرو] ته نور ښه ځایونه هم شته او کولای شي چې تر اسلامي قوانینو لاندي خپل ژوند ته ادامه ورکړي.»

نوموړي د اروپايي ټولنې حوزې په هکله هم وویل چې که چیري د اروپايي ټولنې غړي هیوادونه غواړي چې د اروپا ټولنه وساتي، نو لازمه ده چې د ګډ پولي واحد په هکله خپل مسئولیتونه ادأ کړي.»

 

زموږ له ارشيف څخه: