هغه لس شیان چي تقريباً د هر آلماني په کور کي سته
د کور پاسته بوټونه، د جوش کړو هگیو لوښي او د اسنادو دوسیې یوازي هغه شیان دي چي د لږو آلمانانو په کور کي به نه وي. خو داسي نور شیان هم سته، انځورونو ئې وگورئ.
د کور پاسته بوټونه
یوازي په آلمان کي دا عنعنه نه سته چی بوټونه باید په دروازه کي وایستل سي. خو خارجیان کله کله تعجب کوي چي څنگه آلمانیان د کور په دننه کي هم پاسته بوټونه پر پښو کوي. ځیني کورنۍ حتي د میلمنو له پاره هم په بیلابیلو اندازو د کور بوټونه لري.
د جوش کړي هگۍ لوښي
په جرمني کي د سهار د نهاري پروخت باید جوش کړې هگۍ په خپل مخصوص لوښي کي پرته وي. دا بې تفاوته ده چي هغه چیني وي، که پلاستیکي، سپین وي او یا رنگه. اکثره وخت ددغه لوښي سره د مالگي اچولو له پاره یوه مخصوصه کاچوغه هم وي.
د دوباره استعمال بوتلونه
په آلمان کي د کثافاتو بیلول ډیر مهم دي. په هغو کي د پلاستیکي او ښیښه يي بوتلانو جلاکول او یا یې هم مغازو ته بیرته وړل هم شامل دي. که څه هم چي د یوه خالي بوتل په مقابل کي سړی یو سینت هم په لاس راوړي خو بیا هم په آلمان کي که خانان دي او یا غریبان، ټوله دا کار کوي.
د لوښو وچولو دستملان
دا خبره سمه ده چي په نورو هیوادونو کي هم د لوښو وچولو دستملان سته. خو په آلماني کورونو کي بیا هغه درجن بسته پراته وي. په آشپزخانو کي تل د وچولو له پاره د مرکزگرمیو او یا هم چوکیو پر سر هوار وي . تر ټولو زیات خط لرونکي یا چارخانه دستملان ډیر معمول دي.
د پاککارۍ صابونونه
د خیرنو او غوړو لکو د لیري کولو له پاره د آلمانانو په کورونو کي هر ډول صابونونه او شامپوگاني موجودي وي. زیاتره آلمانان په الماریو کي ډول ډول د پاکولو مواد ساتي چی مثال په ډول د منقل، داښ، کاشي ډبرو او یا هم د آشپزخانې او تشناب د مځکي د پاکولو له پاره ورڅخه گټه اخلي.
د کموډ د پاکولو برس
طبعاً چي په نورو هیوادونو کي هم د تشناب یا کموډ د پاکولو له پاره برسونه سته. خو په آلمان کي بیا په ښکاره ډول زیاته استفاده ورڅخه کیږي. خارجیانو ته اکثره وخت دا ښودل کیږي چي په اونۍ کي یو وار د تشناب پاکول کفایت نه کوي، بلکي باید څو ځله دا کار وسي.
د کتابونو المارۍ
کله چی خبره پر شتمنیو سي، نو آلمانان پرته له خپلو کتابونو د ښوولو، نور د ویلو له پاره څه نه لري. تر چت پوري لوړي د کتابونو آلمارۍ تقریباً د هر آلماني په کور کي ولاړي وي. دا چي واقعاً کوم ډول کتابونه لوستل کیږي او کوم نه، دا د کتابونو د آلمارۍ د خاوند په اسرارو پوري اړه لري.
د اسنادو د ساتلو دوسیې
د کتابونو المارۍ دومره ډکي هم نه وي چي هلته د دوسیو له پاره پکښي ځای پیدا نه سي. آلمانانو خپل ټوله اسناد لکه د مکتب یا پوهنتون شهادتنامې، قراردادونه، د بانکي حسابونو او بیمو اسناد او داسي نور په ترتیب سره په دوسیو کي ځای پر ځای کړي وي. حتی د هغو له پاره بیلابیل رنگونه هم انتخاب سوي وي.
تاریکي پردې
د آلمانانو له پاره خصوصي حریم ډیر مهم دی. دا په کړکیو کي د ډول ډول تاریکو پردو څخه هم معلومیږي. دا ډول پردې نه یوازي دا چي د یخ څخه مخنیوی کوی، بلکي سړی د گاونډیانو له نظارت څخه هم ساتي.
یونفره بړستن
کله چي په آلمان کي یو څوک مجرد ژوند کوي نو دا یوه عادي خبره ده چي سړی دي یوه بړستن وکاروي.خو په دوه نفره چپرکټ کي هم آلمانان هر یو جلا جلا بړستن لري. ډیر لږ آلمانۍ جوړې سته چي یوازي یوه بړستن کار کړي.