هغه صنعتونه چې ماشومان پکښې کار کوي
د ملگرو ملتونو د رپوټ په حواله اوس هم په ټوله نړۍ کې د ۵ او۱۷کلنۍ ترمنځ کابو ۲۱۸ ميليونه ماشومان کارونه کوي. هغه صنعتونه چې کوچنيان پکښې کار کوي، دلته کتلای شئ.
قهوه
د ملگرو ملتونو د رپوټ په حواله تر ټولو زيات ماشومان د کرهڼي په برخه کې ليدل کيږي. په کولمبيا، تنزانيا، اوگاندا، موزمبيق او نورو هيوادونو کې د ځمکو خاوندان د قهوې ترلاسه کولو له پاره له ماشومانو کار اخلي.
پنبه
د نړۍ د ډيرو هیوادونو اقتصاد د پنبې په حاصلاتو پوري تړلی دی. په ځينو هيوادونو کې د پنبه دانې د کرلو او پنبې ترلاسه کولو پر وخت ماشومان په اجباري توگه په کار اچول کيږي.
د خښتو بټۍ
همدا راز د ارجنټاين، برازيل، چين، اکوادور، شمالي کوريا او ایران په شان هيوادونو کې ماشومان د خښتو په بټيو کې په کار بوخت دي.
د جامو صنعت
کمبوديا او بنگله ديش د لباس په صنعت کې له ماشومانو د کار اخيستو له پاره شهرت لري. په دې انځور کې په ترکيه کې يو سوريايي مهاجر ماشوم د کار په حال کې ليدل کيږي.
گنی
په گواتېمالا، فلېپين او کمبوديا کې له ماشومانو څخه د غلو او گني په احاصلاتو کې هم استعفاده کيږي.
تنباکو
د ملگرو ملتونو د رپوټ پر اساس د تنباکو صنعت د اوږدو کاري ساعتونو، خطرناکو کيمياوي موادو ته د لاس رسي او د درنو بارونو انتقالولو له وجې د ماشومانو له پاره د کار تر ټولو خطرناک صنعت بلل کيږي.
د سرو زرو کانونه
د افريقا، آسيا او جنوبي امريکا په ځينو برخو کې له ماشومانو څخه د سرو زرو په کانونو کې کار اخيستل رواج لري.