1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هسپانیا د بند پاته شوو مهاجرینو د منلو پریکړه کړې

۱۳۹۷ خرداد ۲۱, دوشنبه

د دوشنبې په ورځ وروسته له هغې چې ایټالیا او مالتا هیوادونو په خپلو بندرونو کې د ۶۲۹ مهاجرینو د یوې کښتۍ د نه منلو پریکړه وکړه، هسپانیا د دې شمیر مهاجرینو منلو ته چمتو والی ښوولی دی.

https://p.dw.com/p/2zISr
Italien Flüchtlinge in Augusta
انځور: Reuters/A. Parrinello

د یکشنې په ورځ په مدیترانه سمندر کې د مهاجرو د ژغورلو او بشري مرستو سازمان - SOS خبر ورکړی ؤ، چي د «اکواریوس» په نامه دوی په ژغورونکې کښتۍ کې ۶۲۹ مهاجر سپاره دي او له دې ډلې څخه ۱۲۳ یې بې والدینو کم سنه کسان، ۱۱ نور کوچنیان او اوه تنې امیدواره ښځي دي. یاد سازمان ویلي چې دغه شمیر مهاجرین یې د ژغورنې په مختلفو عملیاتو کې ژغورلي دي.

د ایټالیا او مالتا هیوادونو کې حاکم عوامپاله ګوندونو د مهاجرینو پر وړاندې د سختو سیاستونو له امله د دغې شمیر مهاجرینو له منلو ډډه وکړه خو د هسپانیې نوي سوسیالیست لومړي وزیر پیدرو سانچیز کښتۍ ته د دې اجازه ورکړې چې د هسپانیې په شرقي بندر ولانشیا کې لنګر ووهي.

د هسپانیې د نوي لومړي وزیر له دفتر څخه په خپره شوې یوه اعلامیه کې په دې هکله ویل شوي: «لومړی وزیر هسپانیې ته لارښونه کړې چې د بشري ناورینونو په هکله خپلو نړیوالو تعهداتو ته ژمن پاتې شي او اعلان یې وکړ چې هیواد به یې د آکواریوس» په نامه کښتۍ ومني.» په اعلامیه کې وړاندې زیاته شوې چې دا زموږ وظیفه ده چې د بشري ناورینونو په مخنیوي کې مرسته وکړو او په دې ناورینونو کې ښکلیو کسانو ته خپل خوندي بندر په اختیار کې ورکړو.