«هر شلم تن افغان په نشو اخته دئ»
۱۳۹۲ فروردین ۲۷, سهشنبهله جرمونو اومخدره توکو سره د ملگرو ملتونو د مبارزې اداره (UNODC) وایي په افغانستان کي د مخدره موادو د کارونکو شمیر په ډراماتیک ډول لوړیږي.
د (یو ان او ډې سي) د راپور له مخي که د افغانستان د وګړو شمیر ۲۲ ميلیونه وي نو په هرو شلو تنو کې یو یې د مخدره موادو په استعمال اخته دی.
د دغې ادارې د عامه اړیکو د دفتر مسئول انتونیو د سه شنبې په ورځ (۲۰۱۳ کال د اپريل ۱۶) په کابل کې خبریالانو ته وویل چې نشه يي مواد ته په ټوله اسیا او په ځانګړې ډول افغانستان کې مخ پر ډېريدونکې تقاضا د دې عامل شوې چې د کوکنارو کرکیله هم لوړه شي:
«د نړۍ په دغه برخه کې په خاصه توګه په افغانستان کې د مخدره موادو د کارونکو شمیره په بي ساري توګه مخ پر لوړیدو.»
افغان دولت هم په نشه يي موادو د اخته کسانو شمیر سخت اندیښمن کړی دی. ځکه په دغه هيواد کي د دغو کسانو د درملني له پاره روغتيايي مرکزونه ډير لږ او په ځينو ولايتونو کي خو حتي شته نه.
د کابل په زړه کې د څانګې آماج په نامه د نشه يانو د درملني مرکز چي نزدې ۵۰ ته پکښې د تداوۍ له پاره بستر دي پوره درمل نه لري.
د دغه روغتيايی مرکز يو ډاکټر مصدق ویاړ وایي، چي دوی ته د نړیوالي ټولني او حکومت نه پاملرنه د دې لامل شوې ده چې دوی و نه توانیږي خپل اهداف چې هغه د ډیر شمیر کسانو درملنه ده ترلاسه کړي:
«دلته کافي وسایل نه شته، کافي درمل نه شته، دلته د درملو په نامه په ميلیونو ډالر مرستي شوي دي خو اولس له ستونزو سره مخامخ دی، ناروغان درمل له دباندي څخه اخلي، ډیر یې د دې کار وس نه لري.»
په ورته وخت کې د مخدره توکو د کرکیلي اندازه هم سږ کال ډیره ښوول شوې ده. د دوشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو په يوه خپاره شوي راپور کي راغلي دي چې د طالبانو تر نفوذ لاندي سیمو کې د مخدره توکو کرکیله ډیره شوې ده او سږ کال به بیا د هیروینو تولیدات لوړ حد ته ورسيږي.
ډیری بزګران وايي له دوي سره د حکومت او نړیوالي ټولني د ژمنو د نه عملي کیدو له امله یې بیا په خپلو ځمکو د کوکنارو کرلو ته مخه کړې ده.
د ننګرهار ولايت د شینوارو ولسوالۍ یو تن بزګر له دويچه ويله سره په خبرو کي وويل: «زه مثال لس کڅوڼي کود ته اړتیا لرم هغوی یوازي دوې یا درې کڅوڼي راکوي هغه موږ ته کافي نه ده، زموږ سره د سړک د جوړیدو ژمنه شوې وه چې عملي نه شوه».
د ملګرو ملتونو د دوشنبې د ورځي رپوټ د افغانستان جنوبي ولایتونه، چې په ځينو سيمو کي ئې طالبان فعال دي د کوکنارو د کروندو اصلي مرکزونه بولي.
افغانستان د نړۍ په کچه د کوکنارو د کښت تر ټولو ستر هیواد بلل کیږي. د ملګرو ملتو د نوي رپوټ پر بنسټ په دغه هيواد کي تیر کال د نړۍ په کچه ۷۵ سلنه تریاک توليد شوي ول او سږ کال یي پراخو کرل شوو مځکو ته په کتو سره ۹۰ سلني ته د دغي کچې د لوړېدو وړاندوینه شوې ده.