1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نۍ: د خبريالانو په وړاندي تاوتريخوالي کي لږ والی راغلی

۱۳۸۹ دی ۸, چهارشنبه

د خبريالانو يوې ملاتړ کونکي ټولني نن خبر ورکړ چي په ۲۰۱۰کال کي د تير په پرتله له خبريالانو سره د تاوتريخوالي لږپيښي رامنځ ته سوي دي.

https://p.dw.com/p/QkwU
په ۲۰۱۰کال کي په افغانستان کي دوه خبريالان وژل سوي دي.
په ۲۰۱۰کال کي په افغانستان کي دوه خبريالان وژل سوي دي.انځور: AP

د نۍ په نامه د آزادو رسنيو د ملاتړ يوې کابل ميشتي ټولني په خپل کلني رپوټ کي ويلي چي سږ کال له دوی سره د ثبت سوو پيښو شميره ۵۸ ده په داسي حال کي چي په ۲۰۰۹ کال کي دغه شميره ۸۵ وه.

د دغه ادارې د رسنيو د څار مشر صديق الله توحيدي له خبريالانو سره د تاوتريخوالي د لږ پيښو ثبتيدل يو ښه زيری په ګوتو کړ چي په وينا يې په افغانستان کي د رسنيو کارکونکو ته نوي هيلي ورکوي.

افغانستان چي له سوماليا اوعراق وروسته د نړۍ په کچه خبريالانو ته يو له خطر څخه ډکو هيوادونو څخه شميرل کيږي، هر کال پکښي له ژورناليستانو سره د ناوړه سلوک پيښي ليدل سوي.

په ۲۰۱۰کال کي په افغانستان کي دوه خبريالان وژل سوي دي.

ميشل لانګ چي د کاناډا له ايکانوميست مجلي سره يي کار کاوه او روپردهامر چي د سنډي ميرور ورځپاڼي خبريال وو په همدې کال په دوو جلا جلا پيښو کي په کندهار او هلمند کي خپل ژوند له لاسه ورکړ.

خو د نۍ ټولني د رسنيو د څار مشر توحيدي بيا هم همدا کال د تيرو هغوپه پرتله ښه ارزوي.

« د تيرو کلونو برخلاف، سږکال له خبريالانوسره د تاوتريخوالي کچه ټيټه وه، دا يو ښه خبردی، ځکه چي له خبريالانو سره په تاوتريخوالي کي ۳۲ سلنه کمښت راغلی، هيله لرم چي په راتلونکو کلونکو کي نور کمښت هم وليدل سي».

د خبريالانو د ملاتړ دغه ټولني په داسي حال کي خپل کلنۍ راپورخپورکړی چي لا هم د يوه افغان خبريال په ګډون درې تنه ژورناليستان په بند کي شپې تيروي.

حجت الله مجديدي چي د افغانستان له ملي راډيو ټلويزيون سره يي کار کاوه د افغان دولت په بند کي او د فرانسي د دريم چينل دوه خبريالان بيا له نامعلومو وسله والو سره چي پري د طالبانوشک کيږي بنديان دي.

کابل ميشتي ژورناليستان چي کله له خپلو ملګرو همکارانو سره د تاتريخوالي په پيښو خبريږي د خوندي توب احساس نه کوي.

د آزادۍ راډيو خبرياله فوزيه احسان وايي: « زه فکر نه کوم چي د خبريالانو ستونزي کمي سوي، برعکس زياتي سوي دي، خبريالان په خپله هڅه کوي چي اوس له پيښو سره داسي برخورد وکړي چي د دوی ځان اومال ته پکښي زيان و نه رسيږي».

دا يوازي ځوانه خبرياله آغلي احسان نه وه چي په خپل کاري چاپريال کي يي له ستونزوسر ټکاوه د انټرنيوز اداري خبريال نصرت الله هم له ورته ستونزي کړيږي»

« هر خبريال چي کار کوي، د خبريالۍ کار معمولاْ په هغوسيموکي وي چي پيښه رامنځ ته کيږي، هلته د وسله والومخالفينو تحديد هم سته، او که دولتي سيمه وي هلته د دولت له ګواښونو سره مخامخ وي».

د بې پولي خبريالانو ټولني څه موده دمخه د افغان خبريالانو د ژوند په اړه انديښنه څرګند کړي وه او له ميشتو ناټو ځواکونو، افغان دولت او دولت ضد جنگيالو يې غوښتنه کړې ول چي د خبريالانو د سر او مال خوندي توب ته ارزښت ورکړي.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل