1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نیکولسن: په ننګرهار کې د داعش ۳۰۰ جنگيالي وژل شوی

۱۳۹۵ مرداد ۲۰, چهارشنبه

په افغانستان کې د ناټو او امریکایي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نیکولسن، د چهارشنبې په ورځ وویل چې افغان ځواکونو د امریکا په ملاتړ له تیرو دوو اوونیو راهیسې په روانو عملیاتو کې د داعش شاوخوا ۳۰۰ جنګیالي وژلي دي.

https://p.dw.com/p/1JfPZ
Afghanistan Kämpfe zwischen IS und afghanischen Truppen Nangarhar
انځور: picture-alliance/dpa/G. Habibi

جنرال نیکولسن ویلي دي چې په ننګرهار ولایت کې د داعش پر ضد عملیات، د امریکا متحدو ایالاتو د هغو هڅو برخه ده چې دغه ډله چې په هر هغه ځای کې سر پورته کوي، وځپي. هغه ویلي چې دا کار به په عراق، سوريه او یا هم افغانستان کې وشي.

ویل کیږي چې داعش د افغانستان د ۴۰۰ ولسوالیو په درو یا څلورو کې حضور لري. دې ډلې تیره میاشت په کابل کې د روښنایی خوځښت د مظاهرو پر مهال د ځانمرګو بریدونو پړه پرغاړه واخیسته چې پکښې تر ۸۰ کسانو ډیر ووژل شول.

نیکولسن اوس په دهلي کې دی او د دغه هیواد له پوځي چارواکو سره لیدنې کوي. نوي دهلي تر اوسه پورې یو شمیر افغان امنیتي ځواکونه روزلي او هغوی ته یې تجهیزات ورکړي دي. هغه وویل چې افغان امنیتي ځواکونو د داعش پر ضد عملیات پیل کړي دي.

هغه خبریالانو ته وویل: «هغوی د دې ډلې یو شمیر مشران ووژل او تر ۳۰۰ پورې یې د هغوی جنګیالي هم ووژل.»

هغه زیاته کړه: «دا په روښانه توګه سخته خبره ده چې دقیق شمېر روښانه شي. خو دغه شمیره [په افغانستان] د داعش ۲۵ سلنه غړي تشکیلوي او له دې کبله دا دې ډلې ته یوه سخته ضربه ده.»

افراطي ډله داعش د لومړي ځل له پاره په ۲۰۱۵م کال کې په افغانستان کې راښکاره شوه او په خپل اوج کې یې ۳۰۰۰ جنګیالي لرل. په افغانستان کې د داعش ډلې غړي د طالبانو او ازبکستان د اسلامي خوځښت ډلې پخواني غړي دي.

که څه هم په لومړي سر کې په افغانستان کې د اسلامي دولت ګواښ لوی نه بلل کید، خو په کابل کې د داعش تر ځانمرګو بریدونو وروسته د دې ډلې ځپلو ته توجه ډیره شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې یوه امریکایي چارواکي ویلي وو چې په ننګرهار کې یو شمیر امریکایي ځواکونه چې د افغان سرتیرو ملاتړ یې کاوه، مجبور شول چې خپل تجهیزات پریږدي او له سیمې د داعش له برید سره تر مخامیدو وروسته وتښتي.

داعش بیا وروسته د دغو تجهیزانو ځيني انځورونه هم خپاره کړل.

نیکولسن ویلي دي چي سږ کال امنیتي ځواکونو د طالبانو او نورو یاغي ډلو پر ضد جګړه کې ډیري لاس ته راوړني لرلي دي ځکه هغوی اوس په تهاجمې حالت کې دي.