نیپال، تر سختې زلزلې یوکال وروسته
هغه زخمونه چی د ۲۰۱۵ کال د اپریل پر ۲۵ نيټه په نیپال کی د سختې زلزلې له امله رامنځته سوي دي ، لا اوسه نه دي جوړ سوي. په زلزله ځپله سیمه کی د بیارغونی کارونه ډیر ورو ورو پر مخ ځي.
گنبده پرته له څوکی
په پلازمینه کتمندو کی د بودهانت گنبده د نړۍ د کلتورونو میراث دی. نوموړې گنبدې چی د همالیا څخه بودایانو له پاره د عبادت ، یو له مهمو ځایونو څخه گڼل کیږي ، یوکال مخکی د زلزلې له امله خپله څوکه له لاسه ورکړه . په اوس وخت کی هغه له سره جوړیږي.
دنړیدو له خطر سره مخامخ
همدارنگه Durbar Square هم د یونسکو له خوا د نړۍ د کلتورنو د میراث په ډله کی راغلی. د دغه ځای دمعبد ودانۍ سخته زیانمنې سوي دي. ځینی معبدونه نړول سوي او ځینی نور بیا د ژغورلو وړ نه دي.
د تکیه سوو پایو لاندی د ځان ساتنه
د کتمندو اوسیدونکو د زلزلې له امله رامنځته سوو خرابو له تصویرونو سره ځانونه تقریباًعادت کړي. د بیرته ترمیم ضروری کارونه هم د هغوی پاملرنه ځانته رااړوی.
د یو کال مخکی په څیر
د سیندهوپالشوک ولایت چی د کتمندوختیځ ته پروت دی ، د نوموړی زلزلې له امله سخت زیانمن سوی دی. د چوتره ښار چی ۱۵ زره اوسیدونکي لري ، اوس هم داسي ښکاری لکه چی همدااوس پکښي دغه ناورین رامنځته سوی وي.
په خیمه کی کلینیک
په چوتره کی د روغتون عاجل سرویس: ډاکټران اوس هم مجبور دی چی په خیمو کی کار وکړي. پخوانۍ ودانۍ سخته زیانمنه سوې ده او پس له ډیرو ترمیم کاریو وروسته کیدای سي ورڅخه استفاده وسي.
د کورونو پر ځای آهن چادری سرپناوې
په سیندهوپالشوک کی لکه پخوا اکثره خلک اوس هم په آهن چادری سرپناوو کی اوسیږي. څه د پاسه اتیا سلنه کورونه زیانمن سوي دي. په تیره بیا شاوخوا پرتو کلیو ته ډیره کمه مرسته رسیدلې ده.
ساري ناروغۍ
له جونگړو څخه عاجلی خونی جوړی سوي دي. ډیر کسان په تنگو ځایونو کی ژوند کوي . ساری ناورغۍ په آسانه توگه سرایت کولای سي.
په خپله د ځان ساتنه
زلزله ځپلو کسانو ، هغه هیله چی د کتمندو حکومت به له هغوی سره مرسته وکړي ، پخوا لا د لاسه ورکړی. هغوی خپل سرنوشت په خپله په لاس کی اخلي.
نور د ژغورلو نه دي
په سیندهوپالشوک کی تقریباً ټوله مکتبونه ویجاړ سوي او یا هم زیانمن سوي دي. ځینی یې کیدای سي له سره جوړ سي، خو د میل خاور په نامه مکتب غوندي بیا ، ډیری یې نه.
ساړه اطاقونه او نازک دیوالونه
درسونه په مؤقتي ټولگیو کی ورکول کیږي. چادری دیوالونه ، پرته له دې چی تاوده نه سي ، د باد او خرابی هوا په مقابل کی مقاومت نه لري. علاوه پر دې د ږغ انعکاس ډیر لوړ دی.
د خرابیوبقایا
په هرځای کی زده کوونکو ته د یوه کال مخکی زلزله ور پیادیږي. همدارنگه د تیلوسی روباری د مکتب په صحن کی هم د یوې پخوانۍ نړول سوي ودانۍ بقایا تر سترگو کیږي.
د مونت یویریست په سیمه کی لږی خرابۍ
همدارنگه د خومبو په سیمه کی هم د یوکال مخکی زلزلې خرابۍ تر سترگو کیږي. د سیندهوپالشوک د ولایت په پرتله بیا ، د مونت یویریست په نامه توریستي سیمه تر یوې اندازې پوری ددغه ناورین څخه بچت پاته سوې ده.