1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نیپال او هند یوې بلې زلزلې لړزولي دي

آژانسونه/ سید ریاض۱۳۹۴ اردیبهشت ۶, یکشنبه

د همالیه په زلزله ځپله سیمه کې د ویجاړونکې زلزلې وروسته د وژل شوو قربانیانو شمیر وار په وار ډیریږي. په عین وخت کې نیپال او هند یوې بلې زورورې زلزلې لړزولي دي.

https://p.dw.com/p/1FF1d
انځور: imago/Xinhua

د امریکا متحده ایالاتو د ځکمې پيژندنې د ادارې د معلوماتو له مخې د نوې زلزلې شدت د ریشتر پر مقیاس ۶،۷ درجې وو. ویل شوي دي چې د نوې زلزلې مرکز د نیپال په سویل کې د چین پولې ته څیرمه د شا او خوا لسو کیلومترو په ژوروالي کې وو.

تر ۲۰۰۰ زیات کسان وژل شوي

په نيپال کې د تیرې ورځې د زلزلې له کبله وار په وار د قربانیانو شمیر زیاتيږي. د نیپالي چارواکو د نوو ارقامو له مخې لږ تر لږه ۲۰۰۰ کسان وژل شوي دي. د نیپال د پولیسو په وینا د ۱۹۵۳ کسانو وژل راجستر شوي دي. په هند کې د ۵۳ کسانو د وژل کیدو رپوټ ورکړل شوی دی. د چین د دولتي رسنیو د رپوټونو له مخې ۱۷ تنو په تبت کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

تر دې د مخه د شنبې په ورځ یوه سخته زلزله چې د ریشتر پر مقاس یې شدت ۷،۸ درجې وو د همالیه ټوله سیمه لړزولې وه. تر ټولو زیات د نیپال هیواد اغیزمن شوی دی. د نیپال حکومت اټکل کوي چې ښایي د زلزلې له کبله تر ۲۰۰۰ زیاتو انسانانو خپل ژوند له لاسه ورکړي وي. زیاته شوې ده چې ښایي د مرگ ژوبلې شمیر تر دې هم لوړ شي. همداشان د زرگونو کسانو د ټپي کیدو اټکل هم کیږي.

د نیپال په پلازمینه کتمندو کې ډیر شمیر ودانۍ او عبادت ځایونه چې په کې مهم تاریخي ځایونه چې د یونیسکو د نړیوالو لرغونو آثارو په نوملړ کې شامل وو هم له منځه تللي دي. په دغه ښار کې چې د اوسیدونکو شمیر یې ۷۰۰ زره دی، خلک سړکونو ته راوتلي ول. خلک د څو ساعتونو له پاره د باندې پاتې شوي ول، ځکه چې تر زلزلې وروسته هم کوچني زلزلې احساس شوې وې. خلکو خپلو کورونو ته د بیرته ورتلو څخه ویره احساسوله. د موټرو تگ راتگ دریدلې، ځکه چې سړکونه چاک شوي دي.

په پوتسدام کې د آلمان د جیولوژیکي څیړونو د مرکز د معلوماتو له مخې د دغې زلزلې مرکز له کتمندو څخه یوازې ۸۰ کیلومترو وړاندې د ۱۸ کیلومترو په ژوروالي کې وو.

د همالیه، ټوله سیمه زلزلې لړزولې ده
د همالیه، ټوله سیمه زلزلې لړزولې ده

د هند هوایي ځواک دغه هیواد ته په الوتکو کې خوراکي توکې، د څښاک اوبه او د ژغورنې وسایل استولي دي. په نوي ډهلي کې د پوځ یوه تن ویاند ویلي دي چې کشفي سپي، ډاکټران او روغتیا پال هم په دغو الوتکو کې نیپال ته استول شوي دي. همداشان پاکستان هم نیپال ته څلور لویې ترانسپورتي الوتکې استولي دي. پاکستان پر نورو سربیره دغه زلزله ځپلي هیواد ته کټونه او دارو درمل استولي دي.

نړیوال غبرگونونه

د آلمان ولسمشر یوآخیم گاوک او صدراعظمې انگلا مېرکل پر دغه پیښه باندې ژور خواشيني ښوولې ده. گاوک خپل نیپالي سیال رام باران یاداو، ته لیکلي دي: «په ډیرې خواشینۍ سره مې په نیپال کې د ویجاړونکي زلزلې په هکله خبر تر لاسه کړ، چې د دومره انسانانو ژوند یې اخیستی او لوی زیان چې په کې د دغه هیواد لرغوني آثار هم شامل دي رامنځ ته کړی دی.» انگلا میرکل په برلین کې ویلي دي چې هیواد یې مرستو ته چمتو دی.

د امریکا متحده ایالاتو حکومت په سملاسي توگه د یو میلیون ډالرو د مرستې اعلان کړی دی. د سپینې ماڼۍ په وینا پر دې سربیره به یو مرسته کوونکی ټیم هم سیمې ته واستول شي. په عین وخت کې د ملگرو ملتونو عمومي منشي بانکي د مرستو د هر اړخیزه اقداماتو اعلان کړی دی. همداشان اروپایي ټولنې هم غواړي چې فعالیت وکړي.

دغه زلزله په تیرو ۸۰ کلونو کې په نیپال کې رامنځ ته شوې سخته زلزله وه. د کتمندو هوایي ډگر ته هم زیان اوښتي دی. د نیپال دغه یوازینی نړیوال هوایي ډگر د یوه لنډ وخت له پاره تړل شوی وو، خو د دغه ډگر یوه برخه بیرته د دې له پاره پرانیستل شوه چې دغه هیواد ته مرستې ورسیږي.

نړیوال سره صلیب ویلي دي چې د کتمندو په اطرافو کې پرتو کلیو او بانډو کې خلکو ته د لاس رسي په برخه کې ستونزې شته. د دغه سازمان په وینا دا ځکه چې ډیر سړکونه ویجاړ شوي دي او یا هم د ځمکې ښویدنې له کبله نړیدلي دي. د اوکسفام نړیوالې مرستندویه ټولنې استازې ویلي دي چې د اړیکو نیول ډیر ستونزمن دي. د هغې په وینا د تلیفونو سیمونه قطع شوي دي او دا چې بریښنا نه شته نو گرځنده تلیفونونه نه شي چارج کیدای.

د نړۍ په تر ټولو لوړه څوکه کې د زلزلې له کبله واوره ښویدنې رامنځ ته شوې ده
د نړۍ په تر ټولو لوړه څوکه کې د زلزلې له کبله واوره ښویدنې رامنځ ته شوې دهانځور: Reuters/Phurba Tenjing Sherpa

د نړۍ تر ټولو لوړه څوکه کې د واورې ښویدنې له کبله مرگ ژوبله

په نیپال کې زلزلې ماونټ ایوریسټ، هم لړزولی دی او یو شمیر غره ختونکو ته یې مرگ ژوبله اړولې ده. د هند پوځ ویلي دي چې یوازې د دوی د پوځ یوه اکتشافي ټولگي ۱۳ جسدونه له مرکزي کمپ څخه درې ته راوړي دي. ویل شوي دي چې په دغه ډله کې بهرني غره ختونکي شامل دی چې دغې لوړې څوکې ته یې د ختو له پاره چمتووالی نیولی وو. زیاته شوې ده چې د ژغورنې هڅې ادامه لري.