د پیرس خاورو ته د سپارلو په مراسمو کې ګډون
۱۳۹۵ مهر ۹, جمعهپولیسو د جمعې ورځې تر مراسمو مخکې د بیت المقدس ښار مرکز ته رسیدونکي واټونه تړلي ول. د پیرس تابوت د اسرائیلو له پارلمان څخه ملي ملکي هدیرې ته ولیږدول شو.
په دغو مراسمو کې ډیرو کسانو ګډون کړی وو. د اسرائیلو د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې په دغو مراسمو کې ۲۰ ولسمشرانو او ۱۵ د بهرنیو چارو وزیرانو ګډون کړی وو. د مراسمو په ګډونوالو کي د فلسطينيانو مشر محمود عباس هم شامل وو.
د اسرائیلو ولسمشر بنیامین نتانیاهو، د شیمون پیرس ستاینه وکړه او ویې ویل: «شیمون یو هدفمند ژوند لاره.»
هغه زیاته کړه: «هغه ډیري بریاوي ترلاسه کړي وې. هغه د اسرائیلو یو ستر وګړی وو. هغه د نړۍ یو ستر وګړی وو. اسرائیل د هغه په مړينه خواشيني دي. نړۍ د هغه عزاداري کوي. خو موږ او نړۍ د هغه په میراث کې هیله موندي.»
پیرس په ۱۹۹۰م کال کې له فلسطیني مشران سره په ګډه د نوبل د سولې جایزه هم ګټلې وه. هغه د چهارشنبې په ورځ په ۹۳ کلنۍ کې د زړه د حملې له کبله ومړ.