1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نړیوالو اتومي قدرتونو د ملګرو ملتونو غونډه بایکاټ کړه

۱۳۹۶ فروردین ۸, سه‌شنبه

امریکا متحد ایالات د هغو۴۰ هیوادونو په ډله کي دی چې د ملګرو ملتونو په هغه بحث کې ګډون نه کوي چې هدف یې د اتومي وسلو د منع کولو تړون رامنځ ته کول دی.

https://p.dw.com/p/2a6I5
Atomtest auf dem Mururoa-Atolll 1971
انځور: picture-alliance/dpa

د دوشنبې په ورځ تر۱۰۰ زياتو هیوادونو د ملګرو ملتونو هغه غونډه پیل کړه چې هدف یې په بشپړه توګه پر اتومي وسلو باندې بندیز لګول دي. که دا تړون رامنځ ته شي نو ورته به د یوه ډیر مهم دیپلوماتیک پر مختګ په سترګه وکتل شي. خو د خبرو له پیلیدو سره د هغه د پایلو په اړه شکونه رامنځ ته شوي دي، ځکه د نړۍ د اتومي قدرتونو په ګډون یو شمیر پیاوړي هیوادونه په دې خبرو اترو کې برخه نه اخلي.

د تیرکال په اکتوبر میاشت کې بریتانیا، فرانسې، اسرائیلو، روسیې او امریکا متحدو ایالاتو د ملګرو ملتونو هغه وړاندیز رد کړ چې له «حقوقي لحاظه الزامي» داسې یو تړون رامنځ ته کیدی چې له مخي يې پر اتومي وسلو بندیز لګول کیده. درو نورو اتومي قدرتونو چین، هندوستان او پاکستان هم دغه خبري اتري بایکاټ کړي دي. تر۳۰ ډیرو نورو هیوادونو هم ویلي دي چې په روانو خبرو اترو کې به ګډون و نه کړي. په دغو هیوادونو کې جاپان هم شامل دی چې په ۱۹۴۵م کال کې د یوه اتومي برید قرباني وو.

په هغو هیوادونو کې چې د دغو خبرو اترو غوښتنه کوي استرالیا، ایرلند، مکسیکو، برازیل، سویلي افریقا او سویدن شامل دي. په سونو غیر دولتي سازمانونو هم د دغو خبرو اترو ملاتړ کړی دی.

په ملګرو ملتونو کې د خبرو پر مخ وړونکي هیوادونه د یوه اتومي ناورین د مخ پر ډیریدونکي ګواښ په اړه خبرې کوي. هغه وایي چې د شمالي کوریا د اتومي پروګرام په اړه جنجال او په واشنګټن که د وړاند ویني نه وړ اداره د دغه شان یوه ګواښ خطر ډیروي.

د سويډن د بهرنیو چارو وزیري مارګون والستورم، ویلي دي چې د خبرو اترو تر ټولو مهم اړخ  د هستوي موضوع په اړه پر مختګ دی. هغې زیاته کړې ده: «زه تمه لرم چې دا به ډیر وخت ونیسې، راځې چې ډیر خوشباوره و نه اوسو.» هغې زیاته کړه: «ډیر هیوادونه له دې سره ریښتنې لیوالتیا لري چې باید دغه بنبست مات شي او دا ډیر کلونو  اصلي ستونزه وه.»

اتومي قدرتونو خپل نه ګډون توجیه کړی دی

په ملګرو ملتونو کې د امریکا متحدو ایالاتو سفیرې نیکې هیلې، خبریالانو ته وویل چې اتومي قدرتونه په دې غونډه کې ګډونه نه کوي چې په ۱۹۷۰م کال کې د اتومي وسلو د پراخیدو مخنیوي تړون ته وفاداره پاته شي. هغې زیاته کړه: «زه د خپلې کورنۍ له پاره له داسې نړۍ چې پکښې اتومي وسلې نه وي، بل هیڅه هم ډیر نه غواړم. ایا داسې کوم څه شته چې باور ولرو چې شمالي کوریا به پر خپل اتومي پروګرام باندي بندیز ولګوي؟»

هغې زیاته کړه: «په اوس وخت موږ په واقیعت سره دا نه شو ویلي چې له خپلو خلکو به ساتنه وکړو په داسې حال کې چې بدو اکترانو ته د اتومي وسلو د لرلو اجازه ورکو او زموږ له ډلې څخه هغه کسان چې ښه دي او غواړي سوله او امن وساتي، اتومي وسلې و نه لري.»

د بریتانیا سفیر هم وویل چې ځکه په دې خبرو اترو کې ګډون نه کوي چې باور نه لري هغه به په نړیواله کچه د اتومي وسلو د خلع سلاح کیدو لامل شي. د هغه فرانسوي سیال هم په ډاګه کړه چې اوسنی امنیتي وضعیت د دغه شان یوه تړون رامنځ ته کیدو ته مناسب نه دی.

خو د خبرو پر مخ وړونکي بیا هیله څرګندوي چې که څه هم دغه خبري به په لومړۍ مرحله کې پایلې و نه لري، خو په نورو پړاونو کې ګټورې ثابتیدای شي. د اتومي وسلو د له منځه وړلو له پاره د نړیوال کمپاین مشر بیریس فیهن، وویل: «که آن د اتومي وسلو اصلي تولیدوونکي دغه شان یو تړون لاسلیک نه کړي، هغه ډیره اغیزه لرلای شي.»

زموږ له ارشيف څخه: