نيبل: افغان حکومت دي د طالبانو سره خبري وکړي
۱۳۹۰ دی ۱۰, شنبهپه افغانستان کي د آلماني پوځ د ماموريت لس کاله پوره سول. په دې ترځ کي د پرمختيايي مرستو لپاره آلماني وزير، ديرک نېبل، د «لايپڅيگر فولکس څايټونگ» سره مرکه کړې ده. آلماني وزير په دغې مرکه کي ويلي دي چي د اداري فساد پر ضد د افغان حکومت اقدامات او پاليسۍ پر سم لورې روانه ده.
د آلمان د ليبرال گوند دغه سياستوال زياته کړې ده چي په افغانستان کي د اوږدمهاله سولې لپاره اړين کار دا دی چي د مخاليفينو سره خبري وسي. نيبل په مرکه کي پر آلماني شرکتونو ږغ کړی دی چي په دغه سیمه کي دي په خپلو فعاليتونو کي زياتوالی راولي.
په افغانستان کي د آلماني پوځ ماموريت د ۲۰۰۲م مېلادي کال د جنوري په لومړۍ نېټه هغه وخت پېل سو کله چي د آلماني پوځ ځانگړي کوموندو افغانستان ته ورسېدل. آلمان غواړي چي تر ۲۰۱۴م مېلادي کال پوري د افغانستان څخه خپل جنگي عسکر وباسي.
نيبل په دې هکله ويلي دي چي تر ۲۰۱۴م مېلادي کال پورې دې افغان حکومت د طالبانو سره د واک د وېش خبري پر مخ بوځي.
ديرک نيبل په عيني حال کې د آلمان هغه ژمنه يو ځل بيا تکرار کړې چي د افغانستان سره به د ۲۰۱۴م مېلادي کال وروسته هم خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
نيبل په افغانستان کي د اداري فساد پر ضد د حکومتي مبارزې په هکله ويلي دي چي د حامد کرزي حکومت په دې ترځ کي د اټکل څخه زياتي مثبتې پايلي درلودلي دي. نيبل زیاته کړې چي د افغانستان حکومت ته به يوازي هغه وخت د آلمان اقتصادي مرستي ورکول کيږي چي د اداري فساد په هکله خپلې ژمنې پوره کړې:
«په ۲۰۱۳م مېلادي کال به افغانستان ته ۴۳۰ مليونه يورو مرستي د بيا رغونې لپاره ورکړل سي. د دغو پیسو له جملې څخه ۲۵۰ مليونه يې يوزاي د آلمان د پراختيايي وزارت لخوا ورکول کيږي.»
آلماني وزير په دغه مرکه کي د آلمان پر شرکتونو ږغ کړی دی چي تر کومه ځایه چي امنيتي وضعه د دې اجازه ورکوي په سيمه کي دې خپل فعاليتونه پراخ کړي.
آژانسونه/ احمدولي اڅکزی
کتونکی: مسعود جهش