1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نوي تخنيک به د پناه په غوښتنه کې د فریب کارۍ مخه ونيسي

۱۳۹۶ آذر ۱۶, پنجشنبه

آلمان کورنيو چارو وزيروايي چي نوي تخنيک به د پناه په غوښتنه کې د فریب کارۍ مخه ونيسي او څوک به ونه شي کولای چې په بیلا بیلو ښارونو کې په څوو نومونو ځانونه ثبت کړي.

https://p.dw.com/p/2oxgl
Deutschland Bundesinnenminister Thomas de Maizière im BaMF in Berlin
انځور: DW/H. Kiesel

د آلمان د کورنيو چارو وزير توماس ديميزير په برلين ښار کې د پناه غوښتونکو او مهاجرو فدرالي ادارې د ليدنې پرمهال وويل: «د  دغه نوي تنکالوژۍ په مرسته به د فریبکارو او پناه غوښتونکو ترمنځ توپير په ښه توګه وشي. د هغه په خبره په دې نوي تخنيک سره به د هغو کسانو په اړه چې د پناه غوښتنې حقوق يې تر پښو لاندي کړي وي او يا جرم يې تر سره کړی وي، سم معلومات تر لاسه کړي.

هغه وويل: «له هغه چا څخه چې دې هيواد ته راځي او پناه راوړي ډير څه نه غوښتل کيږي، یوازي هغه څه دي ووايې چې حقيقت لري. نوم یې څه دی او له کومه راغلی دې.»

په تيرو مياشتو کې چارواکو په خاص سافتوير سره چې له مخې يې هم د ژبې څرنګوالي معلوموی او په مبايل تليفون کي د ليکل شوي معلوماتو له مخې مجهز شوی دی کار اخيستی دی.

د ژبې په دغه سافتوير سره سړی کولاي شی په ژبه کې د خبرو کولو لهجه وپيژني او د پناه غوښتونکي اصلې ټاټوبی معلوم کړاي شی.

دغه راز له ځيرک تلیفون څخه عکسونه او نور معلومات باید مرسته وکړي چې د مهاجرو هویت معلوم شي. په دې ډول به په بيلابيلو ښارونو کې د کوم پناه غوښتونکي د احتمالي څو ځلې نوم ثبتولو مخه ونيوله شي.

ديميزير دغه راز وويل: «د آلمان له فدرالي ادارې څخه د مهاجرو په هکله د پياوړي سياست تمه کیږي. نن ورځ موږ په يوه ورځ کې دومره دوسې څيړو چې څلور کاله مخکې به مو په يو کال کې پرې کار کاوه. دغه نوی سیستم کارکونکو ته د پريکړو په اړه آسانتاوي برابر وي.»

dpa(s.h/n.z)