1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونه

نوموتی کشمیری خبریال شجاعت بخاري وژل شوی دی

۱۳۹۷ خرداد ۲۵, جمعه

د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې نوموتی خبریال او لیکوال نا معلومه وسله والو په ډزو وژلی دی. هغه په دغه تاوتریخوالي ځپلې سیمه کې د سولې غږ انګیرل کیده او له دویچه ویله سره یې هم کار کړی وو.

https://p.dw.com/p/2zcSC
Indien Journalist Shujaat Bukhari getötet
انځور: Reuters/D. Ismail

نوموتی خبریال شجاع بخاري له خپلو دوو ساتونکو سره د هند تر ولکې لاندې کشمیر په سرینګر ښار کې د جون مياشتي پر ۱۴مه ویشتل شوی دی. د پولیسو په خبره بخاري هغه نامعلومه موټر سایکل سپرو په ډزو وویشت چې له دفتر څخه د خپل کور پر لور روانیده.

د آلمان خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې بخاري په سخت ټپي حالت کې روغتون یوړل شو خو د خپلو ټپونو له کبله یې ساه ورکړه. د هغه له دوو ساتونکو څخه هم یو تن وژل شوی دی.

بخاري چې څو پنځوس کلن وو د کشمیر کړکیچ د سوله ایز حل غوښتونکی وو او د بشري حقونو په پلویتوب یې هڅې کولې. شجاعت بخاري د انګلیسي ورځپاڼې ډیلي رایزنګ کشمیر، د اردو ورځپاڼې بلند کشمیر او سنګر مل ډیلي مسوول مدیر وو.

د هند د کورنیو چارو وزیر رنجت سنګ، بخاري د یوه زړوه او نه ویریدونکي کس په توګه یاد کړی دی.

شجاعت بخاري په تیرو وختونو کې له دویچه ویله، سره د خبریال په توګه کار کړی وو. بخاري چې د هندي ورځپاڼې دي هندو، سره یې هم کار کړی د خبریالانو په منځ کې شهرت لري. کشمیري رسنۍ د هغه وژنه پر خبریالۍ باندې برید ګني.