1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نورستانی: ټاکني بې له ستونزو پر مخ رواني دي

مسعود جهش/ آژانسونه۱۳۹۳ خرداد ۲۴, شنبه

د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مشر ډاکټر محمد یوسف نورستاني، په کابل کې یوه خبري کنفرانس ته وویل چې د ټاکنو بهیر پرته له کومي لویې امنیتي ستونزي پر مخ روان دی. له بلې خوا په خوست کې یوه توغندی پنځه ماشومان وژلي دي.

https://p.dw.com/p/1CIPf
انځور: DW/Speasaly

نورستاني په کابل کې د دویچه ویله د خبریال خلیل الرحمان امید، د پوښتني په جواب کې چې د درغلیو په اړه د رسیدلو رپوټونو په اړه به څرنگه اقدامات وکړي، وویل: «موږ ته هم رپوټونه رارسېدلي دي چې د هر رپوټ په اړه به اقدام وکړو. خو ډیر زیات دغه رپوټونه دقیق هم نه وي او د دواړو کانديدانو پلویان یو پر بل باندي د درغلیو تورونه لگوي.»

نورستاني په خپلو خبرو کې د کانديدانو له څارونکو څخه مننه وکړه چې په خبره یې په ټول افغانستان کې پراخ حضور لري. هغه وویل چې ټاکني پرته له کومي امنیتي ستونزو پرمخ رواني دي.

د کمېسیون دغه چارواکي روښانه کړه چې یوازي په ۳۳ ټاکنیزو مرکزونو کې رای پاڼي کمي شوي دي چې په خبره یې دغو مرکزونو ته هم د رايي پاڼي رسول شوي دي. نورستانی وویل چې په دویم پړاو کې له دې کبله چې یوازي دوه کانديدان حضور لري او د ولایتي شوراگانو ټاکني هم نه ترسره کيږي، د ټاکنو خپلواک کمېسیون د رايو پاڼې د کمیدو په صورت کې هر مرکز ته د انتخاباتي موادو د رسولو له پاره چمتوالی لاره.

په داسي حال کې چې د افغانستان له یو شمیر ولایتونو څخه داسي رپوټونه ورکړل شوي دي چې د ټاکنو د لومړي پړاو په پرتله په دویم پړاو کې د رايي ورکوونکو شمیر کم وو، خو نورستاني په دې اړه شمېره وړاندي کول تر وخت مخکي وبلله او هیله یې څرگنده کړه چې ډیر شمیر افغانان به د ولسمشریزو ټاکنو په دویم پړاو کې گډون وکړي.

د ټاکنو په ورځ امنیتي پیښې

د خوست ولایت مرستیال عبدلواحید پټان، د آلمان خبري آژانس ته ویلي دي چې د توغندي د لگېدو په یوه پېښه کې پنځه ماشومان وژل شوي دي. هغه زیاته کړې ده: «د دښمنانو له خوا د یوه توغول شوي توغندی په پایله کې چې په علي شیر ولسوالۍ کې پر یوه کور باندي ولگید پنځه ماشومان چې د ټولو عمرونه تر پنځو کلونو کښته ول وژل شوي دي. پر دې سربیره د ښځو په گډون پنځه تنه نور کسان ټپیان شوي دي.»

هغه وویل چې برید د ټاکنو د بهیر تر پیلیدو وروسته تر سره شوی دی. هغه ویلي دي چې په ځینو مرکزونو کې رای پاڼي پای ته رسیدلي دي: «زموږ په ولایت کې ټاکني په سمه توگه رواني دي خو په ټنۍ ولسوالۍ کې او ځینو نورو سیمو کې رای پاڼي ختمي شوي دي.»

پر دې سربیره په غزني، کابل او یو شمیر نورو ولایتونو کې هم د امنیتي پېښو رپوټونه ورکړل شوي دي چې په اړه یې تر اوسه دقیق جزئیات معلوم نه دي.