1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نورستاني: د ټاکنو لومړۍ پايلي به د دوشنبې په ورځ اعلان سي

حسين سيرت/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۳ تیر ۱۱, چهارشنبه

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسيون اعلان وکړ چي د ولسمشرۍ ټاکنو د دوهم پړاو لومړۍ پايلي به د سرطان مياشتي پر ۱۶ نېټه اعلان کړي. بله خوا بيا د دواړو کانديدانو انتخاباتي ټيمونو ويلي دي چي يو له بل سره به خبرو ته کښېني.

https://p.dw.com/p/1CUUX
انځور: picture-alliance/dpa

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون اعلان وکړ چي د ټاکنو د لومړۍ پايلو اعلان ځکه وځنډېد چي د نزدې ۳۰ ولايتونو په ۱۹۳۰ مرکزونو کي تفتيش روان دی. دغه کمېسيون ويلي دي چي دغه تفتپش به د ټاکنو د شفافيت په اړه رامنځ ته سوی شک و ترديد له منځه یوسي.

د ټاکنو د خپلواک کمېسيون رئيس احمد يوسف نورستاني د چهارشنبې په ورځ (۲۰۱۴م کال د جولای ۲مه) په کابل کي وويل: «د جمهوري رياست د دوهم پړاو ټاکنو لومړۍ پايلي به د دوشنبې په ورځ چي د سرطان مياشتي ۱۶ نېټه کيږي، اعلان سي.»

د کانديدانو خبري اتري

ويل کيږي چي په راتلونکو ورځو کي به د دواړو کانديدانو ترمنځ خبري اتري پيل سي.

د عبدالله د ټاکنيزي مبارزې د دفتر رئيس نصرالله بريالي د چهارشنبې په ورځ په کابل کي په يوه خبري غونډه کي وويل: «زموږ رقيب ټيم هم تياري ښوولې ده، چي د پروسې د روڼوالي په برخه کي زموږ سره همکار سي. دغه راز ملگرو ملتونو هم اقدام کړی دی او د جمهور رئيس مرستيالانو هم گامونه اخيستي دي.»

د ډاکټر اشرف غني د ټاکنيزو مبارزو ټيم تائيد کړې ده چي د ولسمشر د مرستيالانو په منځگړتوب به دواړه انتخاباتي ټيمونه يو له بل سره خبري اتري وکړي.

د اشرف غني د انتخاباتي ټيم وياند طاهر زهير ويلي دي: «پتېيل سوې ده چي ښاغلی قانوني به له ډاکټر عبدالله سره د مخامخ خبرو اترو زمينه برابره کړي، څو دواړه کانديدان پر ټاکنيزو مسائيلو باندي خبري اتري وکړي.»

د ټاکنو کمېسيون د کانديدانو د هغو هڅو هرکلی کړی دی چي د خبرو اترو له پاره يې پيل کړي دي. د ټاکنو کمېسيون رئيس وويل، په هغه صورت کي چي کانديدان په خپلو منځونو کي تفاهم وکړي او د يوه مصلحت له مخي نتيجې ته سره ورسيږي، تر هغه ډېر ښه دي چي له کانديدانو څخه يو يې په وينو تويولو سره قدرت ته ورسيږي.

د پاکو او ناپاکو رايو جلا کول

ولسمشرۍ ته دواړو کانديدانو پر دې باندي ټينگار کړی دی، چي پاکي او ناپاکي رايي دي سره جلا سي. د ټاکنو تر ټولو ستر جنجال هم پر تقلبي رايو باندي دی.

د عبدالله ټيم ادعا کوي چي په يو شمېر ولايتونو کي د اشرف غني په گټه درغلۍ سوي دي.

خو د اشرف غني انتخاباتي ټيم هم وايي چي دوی هم د ټاکنو په اړه ۱۸۰۰ شکايتونه د ټاکنو کمېسيون ته سپارلي دي چي رسېدگي ورته وسي.

زهير ټينگار وکړ چي حتی يوه رايه هم د ډاکټر اشرف غني احمدزي انتخاباتي ټيم ته د منلو نه ده. هغه وويل چي د تحول او تداوم ټیم حاضر دی چي د ملگرو ملتونو په منځگړتوب پاکي او ناپاکي رايي يو له بل څخه جلا سي.

د ډاکټر عبدالله ټاکنيز ټيم ويلي دي چي د پاکو او ناپاکو رايو تر بېلولو وروسته چي د ولسمشرۍ د دوهم پړاو ټاکني هرڅه نتيجه ولري، د دوی د ټيم له خوا به ومنل سي.