1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نوردراين-ويسټفالين ته لنډه کتنه

۱۳۹۱ مهر ۱۱, سه‌شنبه

نورد راين-ويستفالين د هنر زيږنده دی.د بريتانيې د هڅو پر بنسټ د ۱۹۴۶ميلادي کال د اګست دمياشتې پر ۲۳نيټه د راين شمالی ولايت د ويستفالين له ولايت سره يوځای شو، چي د غه يو ځای کيدل د واده کولو يا«اوپريشن ميريج» په نامه يادوی

https://p.dw.com/p/I7hW
NRW, Deutschland-Portal, Deutschland-Fakten, D-Portal, Michael Hüter, Karikatur, Grafik

په دې توګه هغه څه چې د سوسيولوجي ـ سايکولوژی(ټولنپيژندنې ـ روان پيژندنې) تفکر د توکو په توګه يي ترټولو مخکې طنازان د راينلنديانو او ويستفاليانو په هکله وايي، سره ګډه پرمختيا وکړه. ځکه راينلنديان تلپاتې خوښی لری، سړی د کارنوال او ناباورۍ په هکله سوچ کوی. ددې په وړاندې بايد ويستفاليان د شک پرضد مبارزه وکړی او احساساتی برخورد وکړی، وايي چې ستړې کوونکي دی. په دې  پورې يو بل صفت هم ورتړل کيږی، ويستفاليان که څه هم چې رښتيا وايي خو په ناسم وخت کې.

د روهر په سيمه کې صادق ستونزمن کار

په دې برخه کې د سيمې خلکو په اصطلاح په هيواد کې ددريم ځواک په توګه د خپل بري تاريخ ليکلئ دئ. په آلمان کې له ۱۹۴۵ زيږديز کال راپديخوا د روهر له سيمې نه ډير په هيڅ ځای کې دومره احساسات او د ټولنپيژندنې تګلاره نه ليدل کيږی. ددې سيمې د ختيځ - دورتموند او لويديځ دويسبورګ تر منځ ۵،۵ مليون تنه د پولادو او کانونو د کارکوونکو د شعور د لوړولو لپاره کار کوی. هغوی چې اوس هم د صادق او ستونزمن کار تر اغيز لاندې دي.

د اقتصاد د معجزې ماشين او زړئ

«موږ په NRW کې»، دا په لويديځ کې د ټولنيزې ديموکراسۍ هغه بريالئ شعار وو چې په اصل کې د تعميم لپاره د روهر له سيمې نه رااوچت شو. دا هغه وخت منځته راغئ چې د آلمان د اقتصاد مغجزې لا په پوره توګه د سيمې ددرانه صنعت څخه ګټه اخيسته. له ډيرې مودې راهيسې اقتصادي ځواک له روهر څخه د راين ددوسلدورف، کولن او بُن ښارونو ته غزيدلی دی. د روهر سيمه د جوړښت ددې کډې کولو له پايلو څخه لاهم ځوريږي، د بيکارۍ يا وزګارۍ کچه د آلمان له نورو سيمو څخه لوړه ده. په دې توګه د روهر د سيمې ځيني برخې د دولت لاسنيوي ته اړتيا لری.

سياسی، اقتصادي او کلتوري

معلومات

نفوس: ۱۸ مليون تنه

مساحت: ۳۴۰۰۰مترمربع

پلازمينه: دوسلدورف

دبنسټ نيټه: ۲۳.۰۸.۱۹۴۶

د اقتصاد اهمې څانګې: کار

نورد راين ـ ويستفالين د آلمان يو اهم ايالت دی. په سياسي لحاظ د پرګنو په سلو کې له شلو نه تر پنځه ويشتو استازي په برلين کې دي. لاهم د آلمان د سلو سترو شرکتونو پنځلسمه برخه د بيليفيلد او بدګودسبيرګ تر منځ يعني په نوردراين ـ ويستفالين کې ده. د کلتور له پلوه هم دغه ايالت له برلين سره په اړيکو کې د پام وړ دئ. د آلمان په بل هيڅ ځای کې هم دومره زيات تياترونه، اوپراوې، سينماوې او د وړو هنرونو ستييژونه شته لکه د نوردراين ـ ویستفالين په له نفوسو ډک ايالت کې.

داومومزابو پولادو او د صنفي اتحاديو د کار تر منځ

د تايسن- ګروپ په فابريکه کي د لوړي درجې داښ
د تايسن- ګروپ په فابريکه کي د لوړي درجې داښانځور: AP

«هلکه کروپ ته لاړشه» توماس څيمرمن اولس کلن وو چې پلار ورته مشوره ورکړه. د دويسبورګ په راينهاوزن کې د پولادو د کارګر په توګه د کار دځای لپاره مبارزې دده په ژوند ډير اغيز کړيدی.

 

توماس څيمرمن د دويسبورګ - بيک د ميلمنو په دهليز کې تم کيږي. د کار سپينه خولۍ ورميږه ته کاږی، لکه په ځای ميخ شوی د کرين خواته ګوری، چې څنګه مزاب اومه پولاد د ويلي کيدو په ديګ کې توييږی. سره بڅرکي يی یو متر لوړ ښکاری ، ته به وايی چې حاره کتله ديګ ته ورتوييږی. دئ وايي چې « دا ډير په زړه پورې دی، زه دې ته هرځلې ګورم» که څه هم چې د کارګرانو شورا دا له ديرشو کلونو راهيسې پيژني.

له هرچا نه کيدای شی په کروپ کې يو شی جوړ شی

ده په ۱۹۷۵ زيږديز کال کې د کروپ په فابريکه کې په کار پيل وکړ. هغه وخت توماس ۱۷ کلن وو او فابريکې کارګروته اړتيا درلوده. د اداري مديريت په يوه لوحه د پنځوسو کارونو لپاره اعلانونه ورکړ شويدی. د کرين چلوونکی، د مشين کارګر او دتوکو کارګر.

توماس څيمرمن د توکو د کارګر  کار ته پريکړه وکړه. له هغه وخته دئ د دويسبورګ - راينهاوزن په فابريکه کې کار کوی.

د سوداګرۍ د زده کړو دغه ځوان ډير زر په کار بلد شو، او په ماښامنی ښونځي کې يی ډير زده کړل چې سړی څنګه يو لوی ماشين چلوی. دئ وايی « که څوک هڅه وکړی يو شی به ترينه جوړ شی» په دې وخت کې دئ په زينو کې پورته خپل همکار ته ورځي ، د مسلک له لحاظه توماس څيمرمن لاهم د کمپيوټر متخصص دی، خو نن دئ د مشورتی شورا له خوا د راتلونکې معلوماتی غونډې لپاره، ورقې وويشی.

د کار ترخه مبارزه

دصنفی اتحاديې سمون دده لپاره بديهي کار دی. دئ په وياړ وايي « په اويايمو کلونو کې سړی بايد مخکې له دې چې د کار تړون يی لاسليک کړی وای، بايد لومړی يی په صنفی اتحاديه کې ځان شامل کړی وای.»

په ۱۹۸۲ زيږديز کال کې څيمرمن او دده همکارانو د تلويزيون له لارې خبر تر لاسه کړ چې د راين هاوزن فابريکه په دغه ځای کې تړل کيږی. سملاسی دوی کار بندوی او ګواښونو ته سازمان ورکوی. دئ وايي :« دا نن هم زه په خپلو هډونو احساسوم، داسې يوه مبارزه سړی نشی هيرولای» اعتصاب دوې مياشتې دوام وکړ. بيا د فابريکې خاوند يوه جوړه وکړه، چې د فابريکې دتړلو په اثر څوک له کاره نه ځواب کيږی، بوډا کارګران يوڅه دتاوان پيسې ترلاسه کوی او ځوان کارګران به په نورو ځايونو کې په کار وګمارل شی. توماس څيمرمن په بوخوم کې کار له سره پيل کړ.

«لورې کروپ ته ولاړه شه»

په جستو پوښلي پولاد
په جستو پوښلي پولادانځور: AP

خو د کار د ځای تړل لا پايته نه وو رسيدلی. له ۱۹۹۱ نه تر ۱۹۹۴ زيږديز کاله پورې د کارګرانو شمير نيمايي ته ورسيد. دتايسن له سيالې فابريکې سره د يو ځای کيدلو له امله د کار څو نور ځايونه هم کم شول. خو د فابريکې مشورتی شورا په دې ډاډه ده چې د صنفي اتحاديې پرته به دا نور هم خراب شوی وای. توماس وايي: « د صنفي اتحاديې کار ماته له پيسو پیداکولو نه مهم دۍ.» درۍ کاله مخکې ده بياهم أه فابريکې سره په يوه دعوا کې جوړه وکړه، خو د تايسن  - کروپ د کلنيو د کلنيو ملياردو د ګټو په پرتله څه نه وه. دئ وايي: « زه نور نه غواړم وپوهيږم چې کله بيا داسې خرابي مينځته راشی، نو څه به وشی.» خو کيدای شی په مثبت ډول هم رپوټ ورکړل شی. مؤسسې وعده کړې چې د روزلو دکار ځايونه به هم په نظر کې نيسی. نو له دې امله توماس څيمرمن خپلې لور ته چې کال ته خپل ښونځئ پايته رسوی، وايي:

« لورې کروپ ته ولاړه شه.»